کور / تازه خبرونه / په کندهار کي ځانمرګي بريدګر ۱۱ ماشومان وژلي دي

په کندهار کي ځانمرګي بريدګر ۱۱ ماشومان وژلي دي

نن غرمه شاوخوا ۱۱ بجې د کندهار ولايت د دامان ولسوالۍ په عبدالله کلي کي د بهرنيو ځواکونو پر کاروان ځانمرګی بريد سوی چي ۱۱ افغان ماشومان يې وژلي دي او د ۷ بهرنيو ځواکونو په ګډون يې ۱۶ تنه ژوبل کړي دي.

پېښه هغه وخت رامنځ ته سوه چي له په عبدالله کلي کي د بهرنيو ځواکونو کاروان تېرېدی .

افغان چارواکي وايي، په پېښه کي ۱۱ تنه ماشومان وژل سوي او ۹ تنه نور ملکي وګړي ژوبل سوي دي چي يوه مېرمن هم پکي شامله ده.

د کندهار د مېرويس روغتون چارواکي وايي، د پېښي له ځايه دوی ته د درو تنکي ځوانانو مړي  او دوه ټپيان وروړل سوي دي چي په وژل سويو کي يوه انجلۍ ده.

 د دامان ولسوالۍ يوه روغتيايي مرکز ته هم پنځه تنه ټپيان وروړل سوي چي په هغوی کي يو پوليس هم دی.