کور / خبرتیا او پيغامونه / په کابل کي د ننني بريد په هکله د لراوبر  رسنيزي ادارې د غمشريکۍ پېغام

په کابل کي د ننني بريد په هکله د لراوبر  رسنيزي ادارې د غمشريکۍ پېغام

نن په کابل کي بيا د يو خونړي بريد په پايله کي  په لسګونو  ملکي وګړي شهيدان سول چي په دې کي د هيواد  مېړني باتور او زړه ور خبريالان هم وه.

دا هغه خبريالان وه چي د هيواد پېښي او حالات به يې د ولس ترغوږونو  ور رسولې او په دې برخه کي يې هر ډول خطرونو او ستونزو ته اوږه ورکړې وه.

نن هغه اشخاص هم  هغه بلا تر ستوني تېر کړه چي  د هغې په هکله به يې اولس ته خبر ورکاوه ، نن هغه جنايتکارانو هغه څېري هم راڅخه ووژلې چي د اولس ږغ او غوږ به دوی ته وو.

لراوبر  اداره په هيواد کي د خبريالانو او ملکي وګړو وژنه سخته غندي ،ددې پېښي د قربانيانو سره ځان په غم کي شريک بولي او دا د خپل ځان غم ګڼي.

لراوبر اداره شهيدانو ته له لوی خدای له درباره د فردوس جنت غوښتنه کوي او ټپيانو ته له خدايه د عاجلي شفا او د قربانيانو ټولو کورنيو ته د صبر جميل غوښتنه کوي.

موږ له کشفي او امنيتي ادارو غواړو چي د ټول ولس د سر، مال، عزت او ژوند ساتلو ته جدي پاملرنه وکړي خو د خبريالانو ،رسنيو او هغو ادارو او کارکوونکو ته يې چي ولسي خدمات کوي او بې دفاع دي، مصئونيت ته لومړيتوب ورکړي، د نننۍ پېښي عاملين پيدا کړي، قانوني سزا ورکړي او د ورته بريدونو او پېښو مخه ونيسي.

د سولي او يو موټي افغانستان په هيله

د لراوبر رسنيزه اداره