کور / راپور / په کابل کي خونړي بريد د ۲۶ وګړو ژوند واخيست

په کابل کي خونړي بريد د ۲۶ وګړو ژوند واخيست

نن کابل او کندهار د خونړيو بريدونو شاهدان وه

نن سهار د کابل په شش درک سيمه کي هغه مهال دوې چاودني  وسوې چي خلګ خپلو وظيفو او ماشومان ښوونځيو ته روان وه.

په دې چاودنو کي د خبريالانو په ګډون ۲۵ تنه ووژل سوه او ۴۹ تنه نور يې ژوبل کړه.

په شش درک کي د لومړۍ چاودني وروسته خبريالان د خبري پوښښ لپاره سيمي ته تللي ولاړه چي دوهمه چادونه پر دوی وسول او ۹ خبريالان يې ووژل او شپږ نور يې ژوبل کړه.

په وژل سويو کي يو د طلوع ، يو د جهان او دوه د ۱ ټلويزون خبريالان  هم شامل دي.

وژل سوي خبريالان هريو:

یار محمد توخی د طلوع نيوزکمره مین

عبادالله حنانزی د ازادۍ راډیو خبريال

غازی رسولی د يک ټلويزون  خبريال

نوروز علی رجبي د يک ټلوېزون کمره مین

شاه مری فیضي د فرانس پريس خبري اژانس عکاس

سلیم تلاش  د مشعل ټلوېزون خبريال

علي سلیمي د مشعل ټلوېزون کمره مین

محرم درانی د شمشاد ټلوېزون  خبريال

سباوون کاکړ د ازادۍ راډيو خبريال

همدارنګه په وژل سويو کي پوليس ، ماشومان او ښځي هم شاملي دي.

طالبانو په يوه اعلاميه کي ويلي چي دا بريد دوی نه دی کړی. وروسته د داعش وسلوالي ډلي پر خپله پاڼه د بريد مسؤوليت منلی او ويلي يې دي چي بريدګر ددوی يو کُردی وسلوال وو.

بل خوا نن غرمه مهال د کندهار په دامان ولسوالۍ کي د رومانيايي ځواکونو پر کاروان ځانمرګی بريد سوی دی چي ۷ رومانيايي سرتېري پکي ژوبل سوي دي او ‌ډېر ملکي وګړي پکي وژل سوي دي.

د ځينو راپورونو له مخي په پېښه کي ګڼ شمېر ماشومان وژل سوي او کورونه پکي تخريب سوي دي.