مسولين:ارزګان کې د زراعتي او باغداري برخو د پرمختګ لپاره يي هڅۍ پیل کړي دي
Aziz Rahman Hazim
ارزګان کې د کرهني مالداري رياست مسولين وايي هڅه کوي څو په دغه ولايت کروندګرو ته د کرهني په برخه کې اسانتياوي زياتي کړي.
کروندګر له غوښتنه کوي چي دولت دي ورته د باغداري په برخه کې اسانتياوي زياتي کړي.
ارزګان کې د زراعتو رياست لخوا د شنبه په ورځ ۱۴۴۷ باغدارانو ته کيمياوي سره ورکړل شوه.
ارزګان د کرهني مالداري رياست مسولين وايي پلان لري څو په دغه ولايت کې د کروندګرو د ستونزو په هواره ولو سره باغداري او زراعاتي برخه عصري کړي.
د کرهني مالداري رياست رئیس زلمي الکو وايي د کيمياوي سري ترڅنګ به په راتلونکي کې باغدارانو ته نوري اسانتياوي هم برابري کړي څو د باغونو څخه د پخوا په پرتله ښه حاصلات ترلاسه کړي.
دارزکان والي هم د زراعاتو په برخه کې ترسره شوي فعاليتونه ستاينه وکړه او هيله يي وښودل چې په راتلونکي کې هم دهقانانو ته د کرهني په برخه کې زيات کارونه ترسره شي.
والي محمد شفيق اسدالله سعيد وايي کروندګرو ستونزی به له مرکزي دولت سره شريکي کړي اود دوی لپاره به د کرهني په برخه کې اسانتياوي زياتي کړي.
له دي سره ددغه ولايت باغداران وايي که دولت ورسره مرسته ونکړي دوی به له خپلو باغونو څخه هغه ډول حاصلات ترلاسه نکړي چې تمه لري.
دوی له دولت څخه غوښتنه کوي چې يوازي کيمياوي سره ورته بسنه نه کوي او دولت دي ورته په زرعاتي برخه کې نوري اسانتياوي هم برابري کړي څو دوی د خپلو باغونو څخه ښه حاصلات ترلاسه کړي.
ارزګان کې د کرهني مالداري ،اطلاعاتو فرهنګ او لوړو زده کړو موسيسي ترمنځ د همکاري په موخه يو تفاهم هم لاس ليک شوه څو دغه رياستونه په ګډه يو د بل سره د ستونزو په هواره ولو کې مرسته وکړي.
ارزګان د افغانستان يو زرعاتي ولايت دي چې زيات اوسيدونکي يي په کرهنه مالداري بوخت دي.
راپور: احسان الله ولس يار