کور / راپور / نواز شريف: يوڅو جنرالان او ججان غواړي ټول اولس غلام کړي

نواز شريف: يوڅو جنرالان او ججان غواړي ټول اولس غلام کړي

د پاکستان پخواني لومړي وزير نواز شريف ويلي، چي د پاکستان يو څو څارنوالان او جنرالان ولس غلامۍ ته مجبوره کوي.

نوموړي په لندن کي يو خبري کنفرانس ته وويل چي په پاکستان کي د مذهبي ډلو په مټ پرلتونه ماتېږي، لومړی وزير په زور استعفا ته اړ ايستل کېږي، سیاسي ګوندونه جوړېږي او بېرته له منځه وړل کېږي او آن پر خلګو د ټوپک په شپېلۍ غلامي تحمېلېږي.

پر پخواني لومړي وزير نوازشريف د غبن او فساد په تور تېره ورځ پاکستانۍ محکمې د لسو کلونو بند سزا واورل او د هغه لور يې په اووه کاله او زوم يې په يو کال بند محکوم کړل.

خو نواز شريف چي اوس په لندن کي دی وايي چي  میرمن يې د ناروغۍ له امله بې هوښه پرته ده،  چې کله هغه په را په هوښ سي نو بیرته به پاکستان ته ستون سي.

نوموړي همداراز وويل، “ کومه مبارزه چې ما پیل کړې ده په هغه کي داسې پریکړې مخې ته راځي ، څوک پکي بندي کېږي،څوک په دار ځړول کېږي ، څوک د ټول عمر لپاره نااهله ګرځول کېږي او څوک له وزیراعظمۍ غورځول کېږي”.

نواز شريف په خبري کنفرانس کي د پاکستان پر استخباراتي ادارې آی اس آی هم تور ولګاوه چي ولسمشرۍ ته ولاړ کانديدان په مرګ ګواښي او د ميډيا مخه يې نېولې ده. هغه وويل، په پاکستان کي استخبارات خبرونه سانسوروي او خبريالان په مرګ ګواښي چي په دې لړ کي يې څو تنه خبريالان وژلي هم دي.

د نواز شريف په خبره، تر څو چي یې خپل اولس د يو څو جنرالانو او ججانو له غلامۍ څخه نه وي ايستلی تر هغو به خپلې سیاسي مبارزې ته دوام ورکړي.