کور / #PTM / منظور پښتين: د حيات پرېغل په ملاتړ نن په ډېره اسماعيل خان کي لاريون کوو

منظور پښتين: د حيات پرېغل په ملاتړ نن په ډېره اسماعيل خان کي لاريون کوو

نن د پښتون ژغورني غورځنګ په مشرۍ په ډېره اسماعيل خان کي لاريون پېلېږي.

دا لاريون د پاکستاني پوځ د هغه اقدام پر ضد دی چي د ياد غورځنګ د غړو په نيول او د هغوی د ځورولو لپاره کېږي.

د پاکستان استخباراتي ادارې آی اس آی د پنجشنبې په ماښام د پښتون تحفظ مومنټ پر يو فعال غړي حيات پرېغل باندي چاپه ووهل او له ځان سره يې بېولی دی چي تراوسه يې ځای ځايګی نه دی مالوم سوی.

د غورځنګ مشر منظور پښتي وايي، حيات پرېغل به تل د پوځ او طالبانو د ظلمونو پر ضد خبري کولې او د خپل قام د ساتني لپاره به يې تل د هغوی کړني او وحشتونه غندل، چي دا کار پوځ او استخباراتو باندي بد لګېده او د هغه مخه يې نيول.

د حیات پرېغل مشر ورور ناصر خان د حيات پرېغل تر تښتول کېدو وروسته پر ټولنیزو رسنیو په یوه خپره سوې ویډیو کي وایي، د امنیتي ادارو کسان یې د شپې شاوخوا یوولس بجې بې له اجازې کور ته ور ننوتل، د کور کسان یې ووهل او حیات پرېغل یې په زوره له ځانه سره یووړ.

هغه وايي:”ښځې ورسره وې، پوځیان او پولیس وو، په ساده جامو کي- چي مخونه یې پټ کړي وو- راغلل حیات یې له کوره یووړ، د کور سامان لیپټاپونه شیان یې هم ورسره واخیستل، زما دعوه پر حکومت او ریاست باندې ده، که زما ورور ته څه تاوان ورسېد له حکومت، پوځ، ایم ای او ای ایس ای به یې پوښتنه کوو”.

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين وايي، نن د جولای پر اوومه پر درې بجې به په ډېره اسماعیل خان کي له حق نواز پارک څخه تر توپانواله چوک پورې لاریون وي، چي له ليرې ليرې سیمو څخه به په  زرګونو خلک ورته راځي”.