کور / اقتصادي / کوچني کاروبارونه څنګه غښتلي کړو؟

کوچني کاروبارونه څنګه غښتلي کړو؟

لیکنه: ګلاب بهار
کوچني کاروبارونه هغو کاروبارونو ته ویل کېږي، چې په یوه ځانګړي شخص پورې اړوند وي، د خطر او زیان مسوولیت يې نوموړی کس پر خپله غاړه ولري او مديريت يې هم پخپله وکړي.
د امریکا په متحدو ایالتونو کې کوچني کاروبارونه هغو کاروبارونو ته ویل کېږي، چې له ۵۰۰ کم کسان پکې بوخت وي.
د اروپايي اتحاديې هېوادونه بیا هغه کاروبارونه کوچني بولي چې د کارکوونکو شمېر يې له ۵۰ کسانو څخه کم وي.
اسټرالیا بیا هغه کاروبارونه کوچني کاروبارونه بولي چې د کارکوونکو شمېر يې له شلو کسانو څخه کم وي.
د کوچنيو کاروبارونو خاوندان تل د لویو کاروبارونو په فکر کې وي او تل دا فکر کوي، چې کاروبارونه باید په لومړیو کې په کوچنۍ سطحه پیل شي او د وخت په تېریدو سره پراختيا ورکړل شي. په دې طریقه د یو کاروبار د زیان خطر محدود او د بریالیتوب چانس يې خورا زیات وي.
په کوچنيو کاروبارونو سره د کاروباري د وړتياوو ارزونه هم کېدای شي چې په لويو کاروبارونو کې بيا دا کار ناشونی دی.
د کاروبارونو دغه ډول په افغانستان کې خورا ګټور دی، ځکه دلته له يوې خوا کاروباريان ډېرې پانګې نه لري او له بلې خوا بيا عام خلک هم له اقتصادي پلوه په ډېر ښه وضعيت کې نه دي. دوی، د دې لپاره چې پانګې يې ضايع نه شي، بايد د کاروبار اصول په کوچنيو کاروبارونو کې زده کړي.