افغان دولت سيمه ايز پوځ جوړوي
Aziz Rahman Hazim
افغان دولت وايي، دوی پر داسي يوې اردو جوړلو کار کوي چي په کلي او بانډو کي به امنيت ساتي.
تردې وړاندي هم په کليوالو سيمو کي د سيمه ايزو پوليسو او پاڅون کونکو په نامه ځواکونه جوړ سوې وه چي په ډېرو ولايتونو کي فعاليت کوي.
د سيمه ايزو پوليسو او پاڅون کونکو څخه اولسي وګړو تل شکايت کاوه او ويل يې چي ددوی پر وړاندي سخت چلند کوي او د طالبانو په تور اولسي وګړي ځوروي.
خو افغان حکومت وايي چي د امنيت ساتلو په موخه دا ځل سيمه ايزه اردو جوړوي چي سرتېري به يې د خپلي سيمي ځوانان وي.
د چارواکو په خبره د سيمه ايزي اردو په ليکو کي هغه ځوانان جذبېږي چي عمر يې له ۲۰ څخه تر ۴۰ کلونو وي او وړاندي جرمي سابقه او روغتيايي ستونزي ونه لري.
دا سيمه ايز پوځيان چي په کليوالو سيمو کي به فعاليت کوي شمېر يې ۳۶۰۰۰ ښودل سوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي چي د سيمه ايزو ځواکونو دا بهیر به لومړی د دغه ولایت په دریو ولسوالیو، خوګیاڼي، پچیراګام او ده بالا کي پیل سي او وروسته به نورو ولسوالیو ته وغځول سي.
د چارواکو په خبره دا پوځيان به د داعش او وسلوالو طالبانو پر ضد جنګېږي او په هغه سيمو کي به د خلګو د امنيت مسؤوليت ورترغاړي وي چي جنګ ځپلي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼي د امريکا ږغ راډيو سره په يوې مرکه کي ويلي دي : “په اول قدم کي به شاوخوا ۳۰۰ ځوانان د محلي اردو په چوکاټ کي د ۲۰۱ سیلاب قول اردو کي روزل کیږي. هغوی به د ندو پر مهال پوره تجهیز او سمبالیږي او د جنګ پر وخت به یې هوايي ځواکونه هم مرسته کوي او له دې وروسته به په ننګرهار کي د محلي اردو یو کنډک هم فعالیت ولري.”
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو وياند شيرين اغا فقيري وايي، په دې برخه کي لا له وړاندي ځيني ځوانان روزل سوي دي او د سيمه ايزي اردو په ليکو کي د ورګډېدلو وړتيا لري.