کور / راپور / طالبان : د امريکا او داعش دواړو پر ضد مبارزه کوو

طالبان : د امريکا او داعش دواړو پر ضد مبارزه کوو

طالبان وايي چي د داعش ډلي پر ضد مبارزه کوي او په دې برخه کي د امريکا هڅوني ته پاملرنه نه کوي.

طالبانو دا خبري په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ګډو ځواکونو د قومندان جنرال جان نيکولسن د هغه څرګندونو په ځواب کي کړي دي چي ويلي يې دي، طالبان د داعش پر ضد جګړې ته هڅوي.

د طالبانو له لوري رسنيو ته په لېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي دي چي امريکايي چارواکي دي طالبان د داعش پر ضد جګړې ته نه هڅوي، بلکي د داعش له ملاتړه دي لاس واخلي او د هغوی څخه دي د خپلو استخباراتي، لوژيستيکي او مطبوعاتي ملاتړ په توګه کار نه اخلي.

په خبرپاڼه کي ويل سوي دي چي امريکايي ځواکونه د داعش سره هوايي مرسته کوي او دطالبانو سره د جګړې پر مهال يې د داعش په ملاتړ هوايي ګوزارونه کړي دي.

په خبرپاڼه کي ادعا سوې ده چي د طالبانو پر مورچلو امريکايي ځواکونو  ځکه هوايي بريدونه کړې دي چي داعش وسلوالو ته لار هواره کړي او د جنګ مخه ورته خالي کړي.

په خبرپاڼه کي راغلي دي: “نیکولسن په داسې مهال له رسنیو سره د داعش په ضد څرګندونې کولې چي همدا تیره ورځ يې تر قومندانۍ لاندې امریکايي الوتکو د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کي څو ځله د داعش په پلوي د اسلامي امارت په نظامي خط او سنګرونو باندې بمونه وغورځول، ترڅو  يې د داعش د محوه کولو مخه نیولې وي.  “

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، د امريکايانو ترڅنګ به د داعش وسلوالو سره هم جنګېږي او د هغوی فتنه به هم له منځه وړي.