ارزګان:د هراوود خلګ وايي له دولتي اساتنياوي څخه بي برخي دي

Aziz Rahman Hazim | جولای 24th, 2018


د سي شنبه په ورځ د ارزګان په ولايت مقام کې لسګونه د دهراوود ولسوالي اوسيدونکي راټول شوي وه او له دولت څخه د خپل حقوقو غوښتنه کول.

دوی وايي له تيرو دريو کلنور راهسي په ياده ولسوالۍ کې هيڅ دولتي اداري ورته په سم توګه خدامات نه دي وړاندي کړي.

چارواکي بیا وايي که دسيمي اوسيدونکي د امنيت په برخه کې ورسره مرسته وکړي ټولي دولتي اسانتياوي به ورته برابري کړي.

دارزګان د هراوود ولسوالۍ اوسيدونکي وايي له تيرو څو کلنو راهیسي له ټولو دولتي امکاناتو څخه بي برخي دي او دولت ورته هيڅ پام نه دي کړي.

د يادي ولسوالۍ قومي مشرانو او خلګو نن په ولايت مقام کې د يو شمير رياستو رئیسانو او ددغه ولايت له والي څخه غوښتنه وکړه چې يادي ولسوالۍ ته دي دولتي خدامات وغڅوي.

دغه کسان وايي چې دوی په ياده ولسوالۍ کې عدلي او قضايي نه شتون،تعليم ته نه لاس رسۍ،د بیارغوني او ګڼو نور اسانتياوه څخه بي برخي دي.

دوی له دولت سره د همکاري ډاډ ورکوي خو غوښتنه کوې چي دولت دي هم په ياده ولسوالۍ کې ورته غيری فعاله دولتي اداري فعال کړي.

د ارزګان هراوود ولسوالۍ يوه له هغو ولسواليو څخه ده چې له تيرو څه کم دريو کلنوراهیسي يي د مرکز ترينکوټ سره لاره د ترافيکو پرمخ تړلي وه چې موده وړاندي افغان ځواکونه وتوانيدل چې ياده لاره د ترافيکو پرمخ خلاص کړي.

ددغه ولايت ولايتي چارواکي هم منې چې په ياده ولسوالۍ کې دولتي خدامات په سمه توګه نه دي درسره شوي.

دارزګان والي محمد شفيق اسدالله سعيد وايي د دهراوود ولسواليو په ګډون دارزګان په نورو ولسواليو کې هم د نا امنيو له امله دولتي اداري خپل خدامات په سمه توګه سره نه شي رسوالايي.

هغه د دهراوود ولسوالۍ اوسيدونکو ته ډاډ ورکړي چې په ولسوالي کې به يي ټول دولتي خدامات ورته فعال کړي خو له خلګو غوښتنه کوې چي د سولي په راوستلو کې دي له دولت سره همکاري وکړي.

دارزګان د هراوود ولسوالۍ اوسيدونکي پر داسي مهال له دولت څخه د خپل حقونو غوښتنه کوې چې وړاندي ددغه ولايت ولايتي چارواکو ويلي وه چې د ارزګان په هيڅ ولسوالي کې قاضيان او څارنوالان شتون نلري چې له امله يي خلګ خپلي قضيه  وسله والو طالبانو ته وړاندي کوي.

راپور : احسان الله ولس يار

Copyright Larawbar 2007-2024