کور / خبرتیا او پيغامونه / پښتون ژغورني غورځنګ په هالنډ کي ټاکني کوي

پښتون ژغورني غورځنګ په هالنډ کي ټاکني کوي

خبرتيا او بلنه

د پښتون ژغورني غورځنګ ( PTM) د هالنډ د څانګي د مشر، مالي مسول او اړيکو مسول د ټاکلو لپاره د ۲۰۱۸ د جولای پر ۲۹نېټه د يکشنبې ورځ ددې هيواد د اوتريخت په ښار کښي د غرمې له ۱۲ بجو د ماپښين تر ۴ بجو پوري ټاکني کيږي.

په هالنډ کي د پښتون ژغورني غورځنګ ټولو ملاتړکوونکو او همفکره ملګرو ته په درناوي بلنه ورکول کيږي چي ګډون وکړي او په دې ټاکنو په شفافه توګه د رايو ورکولو له لاري غوره مسولين وټاکي.

پته:

Moldaudreef 15

3562AA Utrecht, The Netherlands

اړيکي:

‭Tariq Alam 06 41 29 34 13