کور / سياسي / د سولې د پاره هڅې! 

د سولې د پاره هڅې! 

ليکنه : مينه منګل

‎د سولې د پار هر راز هڅې د قدر وړ دي هر هغه څوک چې د سولې په ټينګښت کې رول لوبوي  د ستایلو وړ دي.

‎دا چې زموږ د ملي یووالي حکومت مشران د سولې د پاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي دا هڅې یې تاریخ څاري.

‎دا چې موږ افغانان د سولې تږي یو او له جګړې سخت ستړي یو غواړو چې د یوې تلپاتې او بادعزته سولې د پاره کار وشي، موږ ګورو چې زموږ د حکومت مشران سخت د سولې په لټه کې دي دا دی د عربي اماراتو په ابوظبۍ کې د افغانستان د سولې د پاره یوه څلور اړخیزه ناسته ترسره کېږي ،چې مشري یې د افغانستان  د ملي امینت  شورا سلاکار محمد حنیف اتمر کوي. هیلې شته چې دا ناسته به د سولې په برخه کې مثبتې پایلې ولري.

‎په دې غونډه کې د افغانستان، امریکا، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ترمنځ د عمل د ګډ پلان، سولې او د تروریزم سره د مبارزې په اړوند مسلو خبرې کیږي.

‎د سیمې او نړۍ هېوادونو اوس دا درک کړې چې تروېزم نه یواځې د افغانستان د پاره خطر دی بلکې د نړۍ یو هېواد هم له دې خطر څخه په امان کې نه پاتې کېږي.

‎اوس نو اړتیا ده چې د ترورېزم سره ګ‌‌‌‌‌‌ډه مبارزه ترسره شي.

‎تر څو په افغانستان سیمه او نړۍ  کې سوله ټينګه شي.

‎بله موضوع دا هم ده چې

‎اوس نړۍ دا  درک کړې چې په افغانستان کې روانه جګړه پردۍ او په افغانانو په زوره تپل شوې .

‎اوس نو د افغانستان یو شمېر متحدین غواړي چې په افغانستان کې جګړه پایته ورسېږي، او د افغانستان د سولې پروسې ته را دانګي.

‎دا چې سعودي عربستان او په ټوله کې عربي هېوادونه  اوس غواړي د افغانستان د سولې په موضوع کې مستقیم منځګړېتوب وکړي نو ښې پایلې لرلی شي.

‎د افغانستان ولس ته هم پکار ده چې د سولې په ټينګښت کې د افغان دولت او مشرانو ملاتړ وکړي د خپل نظام د ړنګیدو خوبونه د نه ویني ځکه چې دا د هیچا په ګټه نده ، اکثره سیاسي احزاب ، او ‌‌‌‌‌‌ډلې ټپلې د افغانستان په خپل منځي جګړو کې یې امتحان ورکړی ، دا اوس د افغانستان ټول ولس ته څرګنده ده چې هغوی نه پخوا د افغانستان د خلکو د پاره څه کړي او نه به یې اوس وکړي، افغانانو ته پکار ده چې د نورو د ګټو ښکار نشي ، ګورئ د دولت مشران مو او یو شمېر نور هېوادونه  د افغانستان د سولې په موضوع شپه او ورځ بحثونه او غون‌‌‌‌‌‌ډې ترسره کوي که چېرې ولس هم په دې برخه کې همکار شي ،پایلې به یې ‌‌‌‌‌‌ډېرې ژر موږ وینو.

‎د افغانستان ، ځوانان، قومي مشران، دیني عالمان، ښځې ، دوی ټول د افغانستان د سولې په پروسه کې ګ‌‌‌‌‌‌ډ مسوولیتونه لري، کله چې موږ ټول خپل مسوولیونه  په سمه توګه درک کړو نو ګورو چې هېواد مو له بدبختیو خلاصېږي، موږ خوشحاله یو چې د حکومت په راس کې ‌‌‌‌‌‌ډېر پياوړي او زړه سوانده مشران لرو چې تل د افغانستان د ولس په وړاندې یې خپل مسوولیتونه ترسره کړي.

‎موږ په عربي اماراتو ابوظبۍ کې د افغانستان د سولې په اړه څلور اړخیزې غون‌‌‌‌‌‌ډې ته ‌‌‌‌‌‌ډېر هیله مند یو او انشاء الله چې پایله به یې د افغانستان د ولس په خیر وي.