کور / راپور / د داعش او طالبانو ترمنځ په جګړه کي سلګونو وسلوالو ته مرګژوبله اوښتې ده

د داعش او طالبانو ترمنځ په جګړه کي سلګونو وسلوالو ته مرګژوبله اوښتې ده

په جوزجان ولايت کي د طالبانو او داعش ډلي ترمنځ جګړه سوې ده چي دواړو لوريو ته يې درنه مرګژوبله اړولې ده.

راپورونه وايي چي د طالبانو او داعش وسلوالو ترمنځ له دوو اونيو راهيستي جګړه روانه ده چي تردامهاله پکي ۳۰۰ تنه وژل سوي او ټپيان دي.

د جوزجان ولايتي ادارې وياند محمد رضا غفوري وايي، دطالبانو او داعش وسلوالو ترمنځ دا نښتې شاوخوا دوې اونۍ وړاندي د تخار ولايت په درزاب ولسوالۍ کي رامنځ ته سوي دي چي دواړو لوريو ته يې درانه ځاني تلفات اړولي دي، خو ډېر زيان طالبانو ته پکي اوښتی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم د نښتي پخلی کړی دی او ويلي يې دي چي ترسلو زيات يې د داعش جنګيالي  وژلي او په لسګونو نور يې ټپيان کړي دي. د مجاهد په خبره په دې نښتو کي ۱۳ تنه طالبان وژل سوي دي او ۱۱ ژوبل دي.

تېره اونۍ افغان او ناټو ځواکونو د افغانستان په شمال کي د داعش پر مرکزونو هوايي بريدونه وکړه چي د يو تاجکستاني په ګډون يې ګڼ شمېر داعشيان ووژل.

د طالبانو او داعش وسلوالو ترمنځ نښتي پر داسي مهال رامنځ ته سوي دي چي په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ګډو ځواکونو قومندان جنرال نيکولسن تېره اونۍ وويل، طالبان دې ته هڅوو چي د داعش پر ضد عمليات ترسره کړي.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد يې په غبرګون کي ويلي دي چي د داعش او امريکايانو دواړو پر ضد به خپله مبارزه جاري ساتي.

داعش په دې وروستيو کي د افغانستان په شمال کي فعاليتونه زيات کړي دي او درزاب ولسوالي په جوزجان کي د داعش وسلوالو لوی مرکز ګڼل کېږي.

داعش وسلوال د افغانستان په ختيځ ننګرهار  او د شمال په جوزجان ولايتونو کي قوي مرکزونه لري چي ډېری وسلوال يې په همدې سيمو کي فعاليت کوي. خو د افغانستان په لويو ښارونو کي د خونړيو بريدونو مسؤوليت هم کله کله داعش وسلوال پر غاړه اخلي.