کور / تازه خبرونه / په ابوظبۍ کي د افغان سولي په تړاو خبري اتري وسوې

په ابوظبۍ کي د افغان سولي په تړاو خبري اتري وسوې

د افغانستان د سولي په تړاو د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کي پرون يوه غونډه جوړه سوه.

په دې غونډه کي د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر ، د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او امريکا د ملي امنيت سلاکارانو ګډون درلود.

دوې ورځي وړاندي د عربي او امريکايي چارواکو سره د کتني لپاره حنيف اتمر ابوظبۍ ته ولاړی.

د افغان چارواکو په خبره دا څلور اړخيزه غونډه د سولي په تړاو مثبتي پايلي لرلای سي او په دې هکله د څلورو هيوادونو چارواکي پر يوه تګلاره کار کوي چي څنګه طالبان مذاکراتو ته چمتو کړي.

د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، د ابوظبۍ غونډه د افغان سولي لپاره اغېز ناکه ده او باور دی چي عربي هيوادونه په افغانستان کي د سولي لپاره خپلي هڅي نه سپموي.

د عبدالله په خبره په افغانستان کي د جګړې مسؤوليت د طالبانو پر غاړه دی. هغه وايي، که طالبان سوله وکړي داعش او نوري وړې ډلي مقاومت نه سي کولای او په هيواد کي به جګړه ختمه سي.

افغان دولت په دې وروستيو کي د طالبانو سره د سولي پر خبرو ټينګار کوي او په دې برخه کي يې د سعودي عربستان او نورو عربي هيوادونو ملاتړ خپل کړی دی.

افغان چارواکي وايي، چي د ديني علماوو او مخورو مشرانو يو پلاوی به د قطر پلازمېني دوحې ته ولاړ سي چي هلته د طالبانو د سياسي مشرانو سره وګوري. خو ددې سفر دقيقه نېټه لا نه ده مالومه سوې.