د پاکستان ټاکني: مسلم نواز ګوند د ټاکنو دپايلو له منلو انکار کړی دی
Aziz Rahman Hazim
په پاکستان کي د تېري ورځي د انتخاباتو په هکله بېلابېلو ګوندونو خپل دريځونه څرګند کړي دي.
تېره ورځ په پاکستاني کي پارلماني ټاکني وسوې، د ټاکنو د غير رسمي شمېر له مخي داسي مالوموېږي چي د تحريک انصاف ګوند ډېري رايي ګټلي دي.
د تحريک انصاف ګوند غړو وار له مخکي لا په ځينو سيمو کي د خوښۍ جشنونه پيل کړي دي
خو د پاکستان د مسلم ليګ نواز ګوند مشر او د پاکستان د مخکني لومړي وزير ورور شهباز شريف د ټاکنو د پايلو سره مخالفت څرګند کړی او ويلي يې دي چي دا انتخابات د درغليو څخه ډک وه او پايلي يې دوی ته د منلو نه دي.
نوموړي په لاهور کي د رسنيو سره په خبرو کي وويل: ”زه مجبور یم چي ووایم، موږ دغه پایلې ردوو. زه هغه څوک یم چي معاملات مخته بیايي، خو که زه دا خبره کوم، نو فکر وکړئ، چي خبره کوم ځای ته رسېدلې ده. ”
شهباز شريف وايي، د ګوند پارلماني کمېټۍ غونډه یې رابللې ده او ژر به د راتلونکي لپاره تګلاره اعلان کړي.
بل خوا د پاکستان د پيپلز پارټي مشر بلاول بوټو زرداري هم په ټاکنو کي د درغليو خبره کړې ده او ويلي يې دي چي ددوی انتخاباتي ټيم د رايو شمېرلو له مرکزونو څخه شړل سوي دي.
نوموړي په يوه ټويټ کي ويلي دي: ”زموږ کاندیدان شکایت کوي، چې د هېواد ډېرو برخو کي زموږ ټاکنیز استازي د رايي شمېرنې له مرکزونو شړل سوي دي، دا پارونکی عمل د بخښلو وړ نه دی. ”
د شنونوکو په اند په پاکستان کي ټاکني سمبوليکه بڼه لري او ټولي چاري د پوځ او استخباراتو په لاس کي دي او دوی د پاکستان په ټولو ادارو کي لاسوهنه کوي.