کور / راپور / بهرني ځواکونه: د کندوز د هوايي بريدونو پلټنه کوو

بهرني ځواکونه: د کندوز د هوايي بريدونو پلټنه کوو

په افغانستان کي بهرني ځواکونه وايي، د هغه هوايي برېدونو په هکله څېړني کوي چي تېره اونۍ په کندوز ولايت کي وسوې او د ۱۴ ملکي وګړو د وژلو ادعا پکي سوې ده.

له سيمي څخه راپورونه وايي چي په دې بريدونو کي ښځي او ماشومان هم وژل سوي دي.

په افغانستان کي د امریکايي ځواکونو ویاند مارتین اودونیل يوه خبرپاڼه خپره کړې ده چي په کي راغلي دي: “سره له دې چې له برید وروسته د افغان ځواکونو پلټني وښودله چي په برید کي ملکیان نه دي وژل سوي ، خو بيا به هم  د ملکي تلفاتو ادعاوي به وڅېړو.”

په کندوز کي له دې وړاندي هم زيات هوايي بريدونه سوي او په ځينو کي يې ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

په کندوز کي د روان ۲۰۱۸ په اپریل میاشت کي افغان هوايي ځواکونو د دشت ارچي په ولسوالۍ کي د دستاربندۍ پر يوې غونډه چي وسلوال طالبان پکي راټول سوي وه  هوايي برید وکړ او د وسلوالو طالبانو ترڅنګ يې لسګونه عام افغانان هم ووژل.

په دې وروستيو کي د وسلوالو طالبانو او داعش وسلوالي ډلي پر ضد د افغان او بهرنيو ځواکونو هوايي بريدونه په بېساري کچه زيات سوي دي.

تېره ورځ  امریکايي ځواکونو په يوې اعلاميې کي وويل چې د جولاي پر ۲۲ نېټه يې د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالي کي يې د  یوهوايي برید په پايله کي د دغه ولایت لپاره د طالبانو نومول سوی والي ملا نسیم مشفق او د طالبانو یو ولسوال قاري احسان ترڅنګ ۱۵ وسلوال وژلي دي.