کور / د ډيورنډ کرښه / د شريک ټپ درملنه!

د شريک ټپ درملنه!

ليکنه: مجيد ژړاند

هغوی چې د واحد ملت او متحد افغان تر منځ د کرکې او بېلتون کرښې جوړولې او د افغانانو په بېلتون کې يې د خپلې بقا تصوير ليده، اوس وارخطايي اخيستي دي.

افغانانو تل جګړې ګټلې دي، د افغان توره تل د دښمن تر مرۍ لوېدلې ده، که مو د جنګ ډکرونه تاوده ساتلي دي، اصلا زموږ د کمزورۍ اصلي ټکی همدا جګړه ده، چې د سوبې ډېر ميدانونه مو د جګړې په ټس کې له لاسه ورکړي دي.

د عدم تشدد ستر رهبر باچاخان رحمة الله عليه وايي:

تشدد اسان کار دی، دا اسانه ده، چې يو چا د څپېړې ځواب په څپېړه ورکړې، خو د بریا څرک يې د نشت برابر دی، عدم تشدد لاره نيول او د عدم تشدد تګلاره په ځان عملي کول سخت کار دی، خو دغه لاره د بريا تر درشله رسېدلې ده.

باچاخان رح وايي ما عدم تشدد ته افغان ولس راوبلل، خو دا په دې مانا نه ده، چې زه هم دا نن ورځ د همدې مبارزې حاصل واخلم، رانلونکی نسل به د عدم تشدد کښېنول شوي نيالګي ثمر ته رسوي.

که څه هم ځينې د باچاخاني فکر خلاف مبارزین وايي، چې باچاخان باید له دښمن څخه په زور خپل حق اخيستې وای او د سوک ځواب يې په سوک ورکړی وای، نو هغه مهال خو به زموږ ټول پېښليک له تشدد څخه ډک و، د الفت صاحب د خبرې په تاييد موږ باید خپل ولس ته اوس د تورې ستاينه ونه کړو، ځکه د تورې ميدانونه مو ګټلي، خو د هنر په ميدان کې مو تل ماتې خوړلې او په ګونډو شوي يوو.

پنجاب سامراجي فوځ په وړاندې کلونه کېږي، چې فکري مبارزه روانه ده، د هغوی د ظلمونو او استبدادونو څخه هره ورځ پرده پورته کېږي، خو د پنجاب په اويا کلن تاريخ کې چې پنجاب يې تر شکست پورې رسولی دی، هغه د پښتون ژغورنې غورځنګ د عدم تشدد مبارزه ده، چې پنجاب او څارګره اداره يې له وارخطايي سره مخ کړې ده.

په محکومو ولايتونو کې د افغان ژغورنې غورځنګ غږ د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې بدرګه شو او د پنجاب سامراجي فوځ اصلي څېره نړۍ ته روښانه شوه.

د افغان ژغورنې روان حرکت سره يو ځای په ازاد افغانستان کې هم د سولې د راتلو لپاره او د ای، ایس، ای د ناروا کړنو په خلاف هم د سولې ولسي حرکت او په بېلا، بېلو ولايتونو کې د سولې پرلتونه او د عدم تشدد پر لاره قدم ايښودل هغه څه دي، چې له وخته يې افغان ولس په لټه کې وو، منظور پښتون نه يواځې په محکومو ولايتونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر دی او له پنجاب يې د سريښو په ډنډ کې غورځولی دی، بلکې په ازاد افغانستان کې سولې پرلتونه او د ای، ایس، ای د ظلمونو په خلاف پيل شویو حرکتونو سرلاری همدا منظور پښتون او د ياد غورځنګ ټول غړي دي، چې د پنجاب په زړه کې يې د لروبر افغان د يووالي چيغه پورته کړه، پنجاب يې د ترهګرو سکنی او د افغانانو قاتل وباله، نو همدې ټولو لاملونو ته په کتو سره پيل شوې د عدم تشدد مبارزه به رنګ راوړي او ورو، ورو به د سیمې په جغرافيه کې تغير راځي او پنجاب به د خپلو ناوړه اعمالو په سزا رسېږي.

لرو بر افغانان خپل شريک ټپ ګنډلو لپاره راوتي دي، دوی په خپله خاوره خپل اختيار غواړي او د پنجابي اشغال د ختمېدو وخت رارسېدلی دی.

نن او سبا کې به د پنجابي ریاست شومې موخې شنډېږي او د هرې ورځې په تېرېدو سره به له ډېرې رسوايي او زلت سره مخ کېږو.