منظور پښتين : د ۱۹۴۸کال د پښتنو د ټولوژني په ياد د اګسټ پر ۱۲ په صوابۍ کي غونډه کوو

Aziz Rahman Hazim | جولای 29th, 2018


د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين وايي، د اګسټ پر ۱۲ نېټه به په صوابۍ کي د هغه پښتنو په ياد غونډه کوي چي په ۱۹۴۸ کال کي په بابړه سيمه کي پرته له محکمې وژل سوي وه او دالړۍ تراوسه دوام لري.

منظور پښتين چي پر فيسبوک يې په ژوندۍ بڼه د وېډيو له لاري خبري کولې د ګڼو موضوعاتو ترڅنګ داهم وويل چي د اګسټ د مياشتي پر ۱۲ نېټه به د پښتنو د ټولوژني او د هغوی په ياد به په صوابۍ کي عمومي غونډه کوي.

منظور پښتين په خپلو خبرو کي وويل، چي د اګسټ د ۱۲مي په غونډه کي به د هغه پښتنو پر وژنه خبري کېږي چي په ۱۹۴۸ کي په همدې ورځ له محکمې پرته وژل راپيل سوي دي او په هغه ورځ د پښتنو ټولوژنه سوې وه.

پښتين وويل: “په بابړه کي دردونکي پېښي رامنځ ته سوې دي ، له  هغه وخت څخه  د محکمې پرته وژني دوام لرې، خو خو انصاف نه ترلاسه کيږي. کله چي د عام وګړي سره رياست نا انصافي کوي هغه ته کله هم انصاف نه ترلاسه کیږي انصاف بيا قومونه ترلاسه کوي”.

د بابړې د پېښې په هکله ويل کېږي چي د ۱۹۴۸ کال د اګسټ پر ۱۲ نېټه  د پاکستان د مرکزي حکومت په مشرۍ د قيوم خان  سيمه ايز حکومت پر خدایي خدمتګارانو ډزي وکړې. او شاوخوا ۶۰۰ پښتانه يې ووژل.

د ۱۹۴۸ کال د اګسټ پر  ۱۲ د بابړې د پېښې په اړه سليم راز وايي،

” د ۱۹۴۸ د اګسټ پر۱۲ خدايي خدمتګارو د خپلو مشرانو باچا خان، ډاکټر خان صاحب، قاضي عطاءالله، ارباب عبدالغفور او نورو خدايي خدمتګارو د ګرفتارۍ په ضد د بابړې په مېدان کې د پرامنه احتجاج کولو پروګرام جوړ کړی ؤ ، کله چې دغه په زرګونو خداېي خدمتګار د بابړې میدان ته ورسیدل نو هلته پرې ملیشه اؤ پولیس ځواکونو نیغ په نیغه ډزې وکړې او په سلګونو پښتانه یې ووژل”.

د همدې ورځي په ياد منظور پښتين وايي چي د روان کال د اګسټ پر ۱۲نېټه د ماځيګر پر څلور بجې به د صوابۍ په عمومي لوبغالي کي د پښتون قام يوه  لويه جلسه وي، ځکه صوابۍ د پښتنو لوی کور دی او پښتون قام به په دغه جلسه کي د خپلې قامي ستونزې په اړه خبرې کوي پي ټي اېم به په دغه جلسه کي د خپلې مبارزې نور اعلانونه هم وکړي.

ښاغلي پښتين پر خلګو ږغ وکړ چي ددوی ږغ ورسره بدرګه کړي او دې غونډي ته د پښتنو د راتګ لپاره خپلي هلي ځلي وکړي، ترڅو پښتانه د خپلو وروڼو سره ترڅنګ د خپل اواز اوچتلو لپاره سره همږغي سي او د خپل حق اخيستلو لپاره يو موټي سي.

Copyright Larawbar 2007-2024