پښتانه دې له محقق نه زده کړي

د لراوبر اداره | جولای 23rd, 2008


پښتون قوم چې له پېړيو پېړيو راهيسې کله په يوه اوکله په بل نامه وژل کيږي ، ټپي کيږي ، بې کوره کيږي ،له زده کړې لرې پاتې کيږي او اقتصاد يې له صفر سره ضربيږي بيا هم د يوالي څرک يې نه معلوميږي او د ځان ځانۍ په تباه کوونکې لومه کې يې په لوى لاس ځانونه راګير کړي دي .


د پښتنو د له منځه وړلو ژوندۍ بېلګې ډيرې موجودې دي ، چې لومړى نړيوال په ځانګړې توګه امريکايان د ترهګر په نامه هره ورځ د هېواد په بېلابېلو سيمو کې وژني ، اسير يې نيسي او معيوب کوي يې، آن دا چې ناوې او زوم يې هم د ترهګر په نامه وژني حال دا، چې پښتانه  په خپله ددغې پديدې قرباني دي او ترې له کلونو راهيسې کړيږي ، بلې خوا ته يې د پنجاب تور لېنګي  له هند سره د خپلې سياسي سيالۍ په منډه کې په هېواد کې تر پښو لاندې کوي او په  پښتنو مېشتو سيمو کې يې ددغې سيالۍ لوبه ښه ګرمه کړې ، ددې ترڅنګ ايران چې غواړي په نړۍ او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د شيعه مذهبو لمن او واÚ
 © پراخ کړي ، نو لومړى يې په دې هېواد کې پښتانه ځکه په نښه کړي ، چې دغه قوم ددې هېواد اکثريت جوړوي، تر څو دغه اکثريت کمزورى  کړي ځکه چې اوس پښتانه په افغانستان کې د څو ډلو تر جګړيز او وژونکي فشار لاندې   دي .


ډيرې نورې بېلګې هم شته چې پښتانه ورسره د سر په قيمت لاس او ګرېوان دي ، خو په دغه قوم کې داسې څوک نشته ، چې خپل خلک له دې کورني او بهرني فشار،بېلابېلو نومونو او روانو وژنو څخه خلاص کړي ، بلکې زموږ يوشمېر سياستوال ، چارواکي او د قلم خاوندان ددې ټولو وجدان نه منونکيو بدبختيو ننداره کوي او کله کله په سړو او سپرو خولو يو او بل ته ګيلې کوي .


که پښتانه غواړي چې په دې هېواد کې سر لوړى ، سوليز او عزتمند ژوند وکړي ، نو د هېواد په هره سيمه کې دې  د هر پښتون په وژنه يو غږ پورته کړي او د مخنيوي په موخه دې هر ډول هڅې وکړي ، ترڅو بيا هغه ډول پېښه تکرار نشي .


هرکله چې د مشرقي پښتون د سويل په کړېدلي  پښتون او هغه د سويل لوېديځ په پښتون او هغه بيا د شمال او هغه بيا د نورو سيمو په پښتنو د زړه له کومې زړه وسوځاوه او په غم او ښادۍ کې يې شريک شو ، نو هغه مهال دا قوم کولى شي چې خپل نور پښتانه د هر هېواد او نورو له ستمه    وساتي او ددې قوم په وړاندې هر ډول دسيسې شنډې کړي .


په دې وروستيو کې ټول هېوادوال خبر دي ، چې هزاره ګانو په ځانګړې توګه محقق ، چې ددې قوم يو جنګي مشر ، سياستوال او په ولسي جرګه کې ددې قوم استازى دى په ميدان وردګو ولايت کې يې د بهسود مېشتو کوچيانو هغه له شخړې او لانجې ډکه موضوع راپورته کړې ، چې ګرولو ته يې د چا پام نه و .


محقق چې په خپله د بلخ ولايت اوسېدونکى او په ولسي جرګه کې دکابل د خلکو استازى دى ، خو د ميدان وردګو ولايت دبهسودو د هزاره ګانو په خاطر يوه اونۍ د نه خوړلو اعتصاب کوي او بيا په زرګونو کسان لاريون ته په ډير منظم شکل سره را وباسي او دکوچيانو په ضد شعارونه ورکوي .


که محقق سره د خپل قوم غم نه واى ، نو هغه د بهسودو هزاره ګان څه کول، چې په اړه يې د نه خوړلو اعتصاب کاوه؟


 معلومه خبره ده چې له پښتانه پرته ټول قومونه په هېواد کې د راتلونکې روښانه په موخه شپه او ورځ هر ډول هڅې کوي او د پښتنو پر وړاندې ډول ډول دسيسې جوړوي ، خو دغه ننګيالى پښتون اوس هم د فيل په غوږ کې ويده ده  او يوشمېر خو خپل پښتون ورور سره زړې تربکنۍ پالي او يا ښوونځي  ورانوي ، ترڅو پورې يې خپل اولادونه له زده کړې پاتې شي ، چې دا په حقيقت کې د خپلو پښو وهل دي .


د محقق ترڅنګ د ولسمشر دويم مرستيال خليلي شل ورځې د بهسودو د هزاره ګانو په خاطر ټولې رسمي چارې په ټپه درولې وې او حتى د استعفى ګواښ يې کړى و .


 عجبه داده ، چې هم غلا کوه او هم د خداى لپاره نارې وهه . هم هغه کوچيانو چې له کلونو راهيسې د ميدان وردګو ولايت د بهسودو څړځايونو ته مالونه بيايي او ددغو ځايونو قبالې په لاس کې لري ددې ولسوالۍ هزاره ميشتي ، خو يې نه دا چې دې سيمو ته نه پريږدي ، بلکې ډلې ډلې وسلوال پسې راوځي او وژني يې ، مالونه يې ترې بيايي او بيا نړيوالو ته د مظلوميت چغې هم وهي او بيا هغه ټاپه چې پښتون پرې تباه ده (القاعده ) لګوي او خبرې ته بل  رنګ ورکوي .


چې پښتون قوم دغو ډول ډول رنګونو دومره کړولى او کمزورى کړى ، چې اوسې يې هزاره هم پرې زده کوي او د رييس جمهور کرزي د عکس مخ ، چې هغه هم په دې خاطر چې  پښتون دى توروي او ددې قوم په ملاتړ يې تورنوي، په داسې حال چې هزاره ګانو د کرزي د حکومت په دوره کې چې څومره وده کړې د تاريخ په اوږدو کې يې نه ده کړې .


اوس به په پښتنوکې داسې کوم مشر پيداشي ، چې د بهسودو دکوچيانو د حق غوښتلو په موخه حتى يوه ورځ  د نه خوړلو اعتصاب وکړي او داسې لاريون د ښار لارو او کوڅو ته را وباسي ، چې د کوچيانو حق وغواړي ؟


دا خو ښکاره خبره ده چې پښتانه په اوس وخت کې يو منلى ، وتلى ، با احساسه ،په قوم مين او زړه سوانده مشر او رهبر نلري چې يا دغه قوم په هغه راټول شي او يا هغه دغه تيت او پرک قوم په هوښيارۍ سره يو موټى او راټول کړي ، خو ددې قوم لپاره دداسې مشر پيداکول په دې وخت کې پښتنو ته د ساه ورکولو په مانا ده ، ترڅو به پښتانه د هر څه پروړاندې پټه خوله او رڼې سترګې غړوي ؟


همدا پټه خوله ، د خپل حق نه غوښتل ، زيات صبر او حوصله ، د يوالي نه شتون ، په خپل پښتون ورور نه زړه سوى اوس ددې لامل شوي دي ، چې د هيڅ خولې خلاصولو جرئت نلرو او هر نادود عمل ته رڼې ګورو ، خو بې وسه رڼې کتل ددې قوم د اوس او راتلونکي د تباهۍ سبب ګرځي ، راځۍ چې ټول پښتانه د هېواد په ګوټ ګوټ کې د محقق ، خليلي او …… له يوالي درس واخلو د هر پښتون په غم او خوښۍ کې شريک شو ، د پوهې او سالم درک په بنسټ  دې  قوم ته د نجات په موخه بنسټيز پلانونه جوړ او دغه تيت او پرک قوم په يوه پښتون ټغر راټول  او د هر کس او ناکس له دسيسو، څپيړو ، سيستم ، واک چلولو، احتياج او تېروېستنې څØ
 �ه  ځانونه وژغورو او په پوهې او زده کړې د سمبال قوم په توګه  ژوند وکړو او که داسې ونکړو اوس خو پښتون له اوو سوړو چيچل کيږي ، نو په راتلونکي به خداى مه کړه له څورلس سوړو وچيچل شو،  چې بيا به مو په بدن کې د دم او دعا ځاى نه وي پاتې .

Copyright Larawbar 2007-2024