کور / #PTM / د لادرکه بلوڅانو مېرمنو له دوو اونيو څخه د لوږي اعتصاب کړی دی

د لادرکه بلوڅانو مېرمنو له دوو اونيو څخه د لوږي اعتصاب کړی دی

د لادرکه بلوڅانو مېرمنو له ۱۳ ورځو راهيسي د کوئټي د پريس کلب ترڅنګ د نه خوړلو اعتصاب راپيل کړی دی.

دا مېرمني غواړي مالومه کړي چي د دوی خلګ او د کورنۍ غړي چيري دي او ولي لادرکه سوي دي.

د راپورونو له مخي شاوخوا ۳۰ زره بلوڅان د پاکستاني استخباراتو له لوري تری تم سوي دي، چي د ګڼو کسانو مړي ئې هم موندل سوي دي.

د بلوڅ مېرمنو د احتجاج په ملاتړ تېره ورځ د پښتون ژغورني غورځنګ غړي د احتجاج ځای ته ورغلي وه او د هغوی سره ئې خواخوږي کړې ده.

په احتجاج کونکو کي يوه هم زبيده بلوڅ ده چي د خپل ځوان خاوند نصير بلوڅ د لادرکۍ په پار ئې د لوږي احتجاج کړی او په دې تمه ناسته ده چي دخاوند درک به ئې ولګېږي.

زبيده بلوڅ وايي:   “د ۲۰۱۷ کال د نومبر پر ۱۵ نېټه مي خاوند د کراچي د پوهنتون سره امنيتي کسانو پورته کړ، د هغه سره ملګري ثناوالله بلوڅ، اسام بلوڅ او رفیق بلوڅ هم امنيتي کسانو موټرو ته وخېژول.  موږ نه يو خبر چي هغوی په کومه ګناه نيول سوي دي. بيا مو په ډېره سختۍ په کراچي کي د هغوی د لادرکۍ په هکله ايف آي ار درج کړی “.

د زبيدې په څېر په زرګونو مېرمني ورته کېسې لري چي لا نه پوهېږي، ولي ئې دکورنۍ غړي امنيتي کسانو بېولي او ډېر ئې پکي وژلي دي.

د احتجاج دې خېمې ته د پښتون ژغورني غورځنګ غړي هم راغلي وه او د لادرکه سوو کسانو د موندلو ږغ ئې کړی دی.

احتجاج ته د پښتون ژغورني غورځنګ يو مشر ملابهرام اڅکزي په وينا کي وويل: “منظور پښتین د پاکستان استخباراتي ادارو ته څرګند پیغام ورکوي چي دا د مرګ لوبه نوره و دروه، زموږ بچي په یخ او ګرمي کې دلته ناست دي او ستاسې بچي په بنګلو کې ناست دي، دا موږ نور نه سو زغملای”.

په ورته مهال کي په کراچي کي د بلوڅو زده کونکو ټولني ( بي ايس او) هم د ورکو سويو بلوڅانو د کورنيو سره د خواخوږي په خاطر د پريس کلب مخي ته احتجاج وکړ.

د زده کونکو د ټولني يو مشر وويل: “موږ له ورکو بلوڅانو سره د خواخوږۍ په توګه دا کېمپ لګولی، زموږ مرکزي مشر اعلان کړی وو چي د بلوچستان په ګډون په کراچۍ او نورو لویو ښارونو کې د لوږې علامتي کېمپونه ولګوو”.

په دې هکله پاکستاني رسنيو کوم راپور نه دی خپور کړی، خو پر خواله رسنيو د لادرکه سويو کسانو په هکله د احتجاجونو ملاتړ سوی دی او د کورنيو سره ئې د خواخوږی پېغامونه خپاره سوي دي.

د ورکو سويو بلوڅانو د پلټي اداره وايي، چي د څو کلونو په جريان کي تر دېرش زره زيات بلوڅان لادرکه سوي چي ګڼ شمېر ئې پکی وژل سوي او د ډېرو کسانو لا تراوسه پته نه ده لګېدلې.