کور / #PTM / د وزيرستان محاذ: پښتون پوليس افسر طاهر داوړ پاکستاني استخباراتو وژلی دی

د وزيرستان محاذ: پښتون پوليس افسر طاهر داوړ پاکستاني استخباراتو وژلی دی

د پېښور د پوليسو يو مشر طاهر داوړ د اکتوبر مياشتي پر ۲۷ نېټه په اسلام اباد کي نامالومه وسلوالو تښتولی وو، چي تېره ورځ ئې د وژلو عکسونه پر خواله رسنيو خپاره سول او داسي ښکاري چي تر ربړوني او شکنجې وروسته وژل سوی دی.

طاهر داوړ چي د پوليسو په ليکه کي ئې د افسر په توګه دنده اجرا کول  د پښتون تحفظ مومنټ ( پي ټي ايم) سره ئې خواخوږي لرل او د هغوی غوښتني ئې قانوني بللې.

د داوړ پر وژنه ګڼو پښتنو مشرانو خواشيني څرګنده کړې ده او د نوموړي وژل ئې د پاکستاني استخباراتو کار بللی دی.

پاکستاني پوليس ادعا کوي چي طاهر داوړ په افغانستان کي وژل سوی دی، خو د نوموړي کورنۍ وايي چي داوړ په اکتوبر مياشت کي اسلام اباد ته ولاړی او هلته د نامالومه وسلوالو له لوري وتښتول سو. او څو ورځي وروسته ئې مېرمني ته د موبايل له لاري يو پېغام راغلی چي داوړ پکي ليکلي وو، زه د څه کار لپاره پنجاب ته راغلم، هرڅه سم دي، څو ورځي وروسته درځم.

د داوړ مېرمن وايي، چي نور کله چي به ده د کورنۍ سره د پېغام له لاري اړيکه نيول نو په اردو ژبه به ئې ليکل کول، خو په دې وروستي مسيج کي  انګرېزي ژبه ليکل سوې ده، چي دا خپله ددې ګواهي ورکوي چي دا پېغام طاهر داوړ نه دی ليکلی.

د طاهر داوړ کورنۍ وايي، دا څنګه کېدای سي، چي د پلازمېني اسلام اباد څخه دي يو کس وتښتول سي او بيا دي د افغانستان لوري کي ووژل سي، چيري چي د افغانستان لوري ته د تګ لپاره سختي امنيتي پوستې پلټني کوي.

د داوړ کورنۍ دا هم وايي، چي پوليسو ورته ويلي وه، نوموړی په اسلام اباد کي دی او هيڅ ډول ستونزه به ورته پېښه نه سي، خو وروسته ئې ولېدل چي داوړ شکنجه سوی او وژل سوی دی.

د وزيرستان دقومی محاذ مشر سميع الله داوړ وايي، پوليسو ورته ويلي وه چي طاهر داوړ د اسلام اباد څخه نه دی ايستل سوی او د دوی پلټني ورپسي رواني دي.

سميع الله داوړ وايي: “پرون موږ دپښتونخوا د پوليسو د مشر سره ولیدل، ده موږ ته هیله راکړه او راته وئې ویل چي څومره زما معلومات دي بلکې کره معلومات دي، هغه د اسلام اباد او راولپینډۍ په سیمه کي دی”.

نوموړی زياتوي: ” نن موږ ته خبر راکړل سو،  چي هغه په ننګرهار کي وژل سوی دی، مطلب دا دی چي پرون حکومت او ادارو له موږ سره ټګي کوله او موږ یې په تیاره کي ساتلو”.

د پي ټي ايم مشر منظور پښتين هم د داوړ وژل کېده د خواشينۍ وړ خبر ګڼلی او ويلي ئې دي چي د همداسي وژنو پر خلاف راپورته سوي يو او دا مبارزه به جاري ساتو.

د پاکستان استخبارات د پښتون ژغورني غورځنګ د فعاليتونو پر وړاندي سخت دريځ نيولی دی او ددې غورځنګ غړو ته ئې د وژنو، بندي کولو او زيان رسولو ګواښونه کړي دي او له ياد غورځنګ له غړو څخه غواړي چي له پي ټي ايم څخه دي جلا سي. خو د غورځنګ غړي وايي، چي ترهغه به خپله مبارزه جاري ساتي چي د پاکستاني استخباراتو له لوري د پښتنو عام وژنه ختمه سوې نه وي او د لادرکه پښتنو حساب کتاب ورسره کېږي.

د پښتون ژغورني غورځنګ یوه مخکښ مشر محسن داوړ هم د طاهر داوړ د وژنې په اړه په خپله ټويټرپاڼه د پاکستاني حکومت څخه د طاهر داوړ د وژني سپيناوی غوښتنی دی، نوموړي په يوه ټويټ کي ويلي دي:

“دا هماغه د “ښو” او “بدو” طالبانو ډرامه ده چې نوره نه سي چلېدلای. د پاکستان ریاست د طاهر داوړ د شهادت ذمه وار دی او موږ ترې ځواب غواړو”.

پر خواله رسنيو هم ګڼو پښتنو د طاهر داوړ وژنه غندلې ده او د پاکستان پوځ او استخبارات ئې د هغه په وژلو تورن کړي دي.