کور / راپور / په ننګرهار کي نهه روغتيايي مرکزونه جوړېږي

په ننګرهار کي نهه روغتيايي مرکزونه جوړېږي

د عامي روغتيا وزير ډاکټر فېروزالدين فېروز وايي، چي ياد وزارت  د ننګرهار په بېلابېلو سيمو  کي  به د دوه سوه پنځوس ميلیونه افغانيو په لګښت د نهه  روغتيايي کلينيکونو چاري پيل کړي.

ښاغلي فېروز د يو خبري کنفرانس په ترڅ کي وويل، چي د دوه سوه پنځوس میليونه افغانيو په لګښت د ننګرهار په کوټ ، بټي کوټ ، هسکې مېنې، شيرزادو، مومندرې ، ګوشتې ، سره رود ولسواليو او يو شمېر نورو سيمو کې د نهه روغتيايي پروژو چاري پيل سي.

نوموړي وويل، چي د يادو روغتيايي پرژو په بشپړيدو سره به د دې ولايت د اوسيدونکو ستونزې تر يو حده حل او د روغتيا په برخه کې به د ولسواليو اوسيدونکو ته ګڼې اسنتياوې رامنځ ته سي.

عامې روغتيا وزير همدا راز وويل ، په ننګرهار کي د جوړیدونکي زر بستريز روغتون چارې به تر راتلونکو دوو کلونو پوري  بشپړي سي.  او د نشه يي توکو روږدو کسانو يو سلو پنځوس بستريز روغتون به په راتلونکي کال کې درې سوه بستريز روغتون ته لوړ سي.

ډاکټر فېروزالدين په څنګلوري ولايت کونړ کي د څلور ميلیونه ډالرو په ارزښت د دوه سوه بستريز روغتون د جوړويدو خبر هم ورکړ.

د ننګرهار اوسېدونکي د روغتيايي درملني د ګڼو ستونزو سره مخ دي او ددې ولايت اوسېدونکي د درملني په موخه د ډيورنډ پوري غاړي روغتونونو ته ځي، چي د سختو مشکلاتو سره مخ دي او غوښتنه کوي چي په دې ولايت کي دي معياري روغتونونه جوړ سي،  تر څو  د ناروغانو درملنه په خپل ولايت کي وسي.