کور / تازه خبرونه / طالبان په وردګو کې : هغه هلک ولټوئ چې قران ته یې سپکاوی کړی

طالبان په وردګو کې : هغه هلک ولټوئ چې قران ته یې سپکاوی کړی

د تېرې میاشتې په یوه پېښه کې یو ۱۷ کلن هلک چې د وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ د ګردان کلي اوسېدونکی دی، د قران کریم د پاڼو په سوځولو سره د طالبانو له اصولو او مقرراتو سره مخالفت څرګند کړ.

د ګردان له کلي څخه عیني شاهدانو ویلي چې دغه ځوان د نافذه قوانینو له امله په غوسه شوی و، د دغه عمل له ترسره کولو وروسته له خپل کوره تښتېدلی. دغه هلک د کلي په ښوونځي او مدرسې کې زده کوونکی و.

د طالبانو چارواکو دغه عمل ته غبرګون وښود، خپلو جنګیالیو ته یې لیک خپور کړ او هغوی ته یې لارښوونه وکړه چې هلک پیدا کړي او چارواکو ته یې وسپاري. د هلک کورنۍ د طالبانو په پوسته کې له ګڼو پوښتنو ګروېږنو سره مخ شوې، او ادعا کوي چې له دې هلک سره چې ادعا کېږي له سیمې تښتېدلی، هېڅ اړیکه نه لري.

ځايي طالب چارواکو خپلو جنګیالیو ته لاندې لیک خپور کړی دی:

په دې اړه مو د افغانستان د اسلامي جمهوریت د استازو نظر هم وغوښت، خو هغوی ونه توانېدل چې معلومات راکړي. د یادونې وړ ده چې دا مهال د وردګو ولایت زیاتره برخه د طالبانو په ولکه کې ده