کور / د ډيورنډ کرښه / له ۱۲۵ کلونو وروسته لا هم واحد ولس د ترهګرۍ قرباني دی

له ۱۲۵ کلونو وروسته لا هم واحد ولس د ترهګرۍ قرباني دی

لوی افغانستان تحريک/ مطبوعاتي دفتر

۱۲۵ کاله وړاندې د ډيورنډ فرضي کرښې له کبله يو لوی او واحد ملت دوه ټوټې شو، چې تر ننه په لروبر کې دغه واحد ملت ددې فرضي او مردودې کرښې قرباني دی او نړيواله ترهګري د پاکستان له حکومت سره يو ځای په لروبر کې خپل وحشتونه تر سره کوي.

ويل کېږي، چې په ۱۸۹۳ م کال د هند برتانوي حکومت د بهرنيو چارو وزير مارتمر ډيورنډ او امير عبدالرحمن خان تر منځ د ډيورنډ فرضي کرښې تړون لاسليک شوی دی او پرنګي یرغلګرو د خپلو ماتو غچ ددغه واحد ملت په بېلولو سره واخيست.

د تاريخ پوهانو په خبره  کله چې د ډيورنډ تړون دري متن  او ورسره مله نقشه امير ته وړاندې شوه، نو امير هغه متن لاسليک نه کړ، نو څنګه چې امير عبدالرحمن خان په انګليسي نه پوهېده، نو دا سوال نه پيدا کېږي، چې امير دې انګليسي متن لاسليک کړی وي.

د ډيورنډ فرضي کرښې حقوقي، ملي او بین المللي حثیت د نه درلودلو لپاره ګڼ دلایل شته، چې دلته يې راوړل لازمي نه بولم.

لوی افغانستان تحريک له  ملګرو ملتونو، نړيوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له امريکا څخه غواړي، چې که په هيواد کې سولې او  پرمختګ ته لېواله وي، نړيوالې ترهګرۍ د خلاصون فکر ورسره وي، نو په کار دی، چې د لروبر ملت د يووالي په فکر کې شي او تر منځ يې  کښل شوې د بېلتون کرښه چې هيڅ ډول قانوني، حقوقي او بين الملي اعتبار نه لري له منځه يوسي، يواځې يې ترهګرۍ پياوړې کړې او د لروبر افغان د وژلو پاليسي پاکستان  پر مخ وړي او  پنجاب د نړيوالې ترهګرۍ يو مهم حامي هيواد دی، نو له ترهګرۍ څخه د خلاصون يواځينۍ لاره د محکوم افغانستان ازادي ده.

لوی افغانستان تحريک هر کال په همدې ورځ د هيواد پر ولایتونو سربېره په محکوم افغانستان کې علمي او تحقيقي سمينارونه جوړوي او ددغه سمينارونو اجنډا د ډيورنډ فرضي کرښې غندنې ته ځانګړې کوي او په دې فکر دا سمينارونه جوړوي، تر څو د لروبر  تر منځ فرهنګي راشه درشه پياوړې او له همدې لارې ټول ځوان کهول ته د لوی افغانستان حقيقت ته د رسېدنې فکر انتقال  او هر افغان د ډيورنډ فرضي  کرښې خلاف غږ اوچتول خپل رسالت وبولي.

لوی افغانستان تحريک په دې باور لري، چې په لروبر کې د ډيورنډ کرښې په خلاف فکر غښتلی شوی او د لوی افغانستان د رامنځ ته کېدو لپاره د علمي او فرهنګي هڅو تر څنګ عملي کارونه پيل شوي او په راتلونکي کې به د لوی افغانستان حقيقت ته ورستنېږو