کور / خبرتیا او پيغامونه / دغم شريکی پيغام

دغم شريکی پيغام

سويډن / دمالمو ښار

د۲۰۱۸ زکال دنومبر ۱۲

دادی دافغان ولس  يوبل  ځوان خواخوږ ی اودغښتلي قلم څښتن ،کابل پوهنتون استاد علمي  اوفرهنگي  شخصيت ډاکترسيدمحمد ټينګار دسرطان ورپېښي ناروغۍ له امله   دابدي ژوند په لور وکوچېد .انالله وانااليه راجعون.

مرحوم يوغښتلی استاد، پر هيوادمين او ډير زړه سوانده شخصيت وو .دمرحوم مړ ينه زموږ دهيواد په اکاډميک ډگرکي يوه لويه ضايعه بولو .

زموږ له نظره مرحوم ډاکتر ټينگار  صاحب  یوه داسې ژوندۍ پانګه وه چي تشه  ډکول به یې متاسفانه  ډيروخت ونیسي .

موږ پداسي حال کي  چې دمرحوم  ډاکترسيدمحمد ټينګار  دناببري مړېنې دخبر په اورېدوسره ډيرغمجن  يو،مرحوم  ته فردوس جنت اودکورنی پاته کسانوته یې دزړه صبر غوښتلوسره ځانونه ، دمرحوم له درنې کورنی ،دپوهنتون  استادانو

،محصلينودده ددوستانوسره ځان پدې لوي غم کي شريک بولو . روح دې ښاد ياد دې ابدي وي .

دوستۍ فرهنگی ټولني دمشرتابه جر گې  په استازيتوب  حبيب الله غمخور