خدايه ايمان مي سلامت لرې
شپه وه اوډېره اوږده شپه،چې سبايې نه رانيږدې کېده،زړه مې دروندشوى ؤ چې هېڅ نه تپېده اوضربې يې زماترغوږونه رسېدې،ټول بدن مې له ناهيليوډک شوي ؤ اومنفي فکرونه هغه څه ؤ چې هره کړۍ مې په ذهن راګرځېده،غم او درد ؤ … امايوځاى مې غږ تر غوږو شو،چې اې ! مګرهېره کړې دې ده چې ته ساتوونکى لرې چې هغه ډېر قدرتمند دى،ته پيداکوونکى لرې چې هغه ډېر مهربانه دى،ته هغه څوک لرې چې ته يې دځمکې په سر خليفه ټاکلى يې،نو ولې سرپه زنګانه يې،شېبه وروسته مې بيايو خارق العاده غږ ترغوږو شو،له هغه ځايه اوچت شوم،لاړم اودس مې وکړ،همداچې لمونځ مې وکړ – بس له ټولو هغو غمونو، رنځونو اوسوچونو خلاص شوم اونور له هغو خبرو خبره نه وه.
دخداى پاک شکرمې وکړ اوومې ويل:
خدايه ايمان مې سلامت لرې.