په لغمان کښي دجنايي چارو مدير ووژل شو

د لراوبر اداره | جولای 29th, 2008


تيره شپه دلغمان ولايت دقرغيه يو ولسوالۍ دجنايي جرمونوپروړاندې دمبارزې مدير له دوتنوملګرو سره ووژل شول .

دقرغه ييو ولسوالۍ ولسوال منلې چې جنايي مدير يې ديوې چاودنې په ترڅ کې  چې دچار باغ په سيمه کې رامنځ ته شوې خپل  ژوند له لاسه ورکړي دي .

 ولسوال ويل چې جنايي مدير قريب الله سره له دووملګرو سره دهغه ماين  دخنثي کولو په خاطر سيمې ته تللي وو کوم چې وړاندې يې دوي په اړه راپور ترلاسه کړي وو چې هلته  دپله لاندې  مخالفينو  ماين ځاي پرځاي کړي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024