کور / د ډيورنډ کرښه / قومي مشران: په کرمه ايجنسي کي پوځ په نا امنيو کي پوره لاس لري

قومي مشران: په کرمه ايجنسي کي پوځ په نا امنيو کي پوره لاس لري

د خيبر پښتونخوا په کرمه ايجنسي کي د علي شېرزو سيمه کي ولسي وګړو پرلت وهلی او د خپلو څلورو کسانو د راخوشي کېدلو غوښتنه کوي.

د سيمي خلګ وايي، چي پاکستاني استخباراتو ددوی څلور کسان چي عام وګړي دي او د هيڅ يوې ډلي سره تړاو نه لري نيولي او د ځان سره ئې نامالوم ځای ته لېږدولي دي.

ولسي وګړي وايي، چي پوځ دوی ته ويلي وه، چي سيمه ئې له ترهګرو پاکه کړې او اوس دوی په امن کي ژوند کولای سي، خو زموږ د څلورو وګړو تری تم کول دا مانا لري چي خپله پوځ په دې پېښو کي لاس لري او غواړي چي سيمه په لوی لاس ناامنه کړي.

دا پرلت په تيندو کيمپ کي وهل سوی دی.

د تيندو يو ملک نورخان وايي، که ئې غوښتنه ونه منل سي، نو دوی به په لويو احتجاجونو لاس پوري کړي.

د سيمي بل مشر نظام خان وايي: ”موږ خپلو کورونو ته پر دغه خبره ستانه سوو چي تر پوځي عملیاتو وروسته ئې سیمه له وسله والو پاکه ده او نور به په امن ژوند تیروي خو د څلور تنانو د ورکېدو دا خبره ثابته کړه چي داسي نه دي سوي او اوس هم هلته بد امني ده.”

د سيمي خلګ وايي، چي تری تم سوي کسان شپونکي وه، چي په همدې ځنګل کي ئې رمه څرول .