مشال خان د ناپوهانو د سختدريځۍ ښکار سو، خو د هغه فکر لا ژوندی دی
Aziz Rahman Hazim
نن د مشال خان د شهادت دوهم تلين دی.
دوه کاله وړاندي په همدې ورځ د مردان د عبدالولي خان پوهنتون محصل مشال خان د سختدريځو افراطي کسانو لخوا په ډېره بېرحمۍ شهيد کړل سو.
د مشال خان وژنه په ټوله نړۍ کي وغندل سوه او همدې پېښي ددې پرځای چي سختدريځي خپل افراطيت مخ ته بوزي په پښتنو کي د تعليم او زده کړي ولولې را لاژوندۍ کړې.
مشال خان د عدم تشدد فلسفې د لارويانو يو وو، چي د تور تم تيارو د ابد لپاره واخيست، خو د هغه مبارزه لا ژوندۍ او مخ پر وړاندي روانه ده.
د مشال خان سره پېښه دا روښانوي چي لا هم په تعليمي ادارو او اکاډميکو مرکزونو کي د تشدد او سختدريځی مفکوره چلېږي، لا تراوسه د مذهبي زغم او حوصلي فکرونو رواجولو لپاره ډېرو مبارزو ته اړتيا سته.