محمديوسف خدمتګار مزدورزوی مړ سو
ليکوال، شاعر او سياسي شخصيت محمديوسف خدمتګار مزدورزوی څو ساعته مخکي ( ۹ می ۲۰۱۹) د ناروغۍ له امله په ناروې کي په حق ورسيدئ.
انالله و انااليه راجعون
نوموړي په جلاوطني کي هم تل د خبل هيواد د سمسورتيا، سوکالۍ او ټول لراوبر افغان ولس د يو موټي کيدو لپاره فکر او قلم وچلول.
د نورو رسنيو تر څنګ يې ډېر کله پخوا له بېنوا او بيا د لراوبر ويبپاڼي سره هم قلمي همکاري لرله.
د لراوبر ويبپاڼي اداره او همکاران د نوموړي پر مړينه خواشيني دي، له خدايه يې روح ته جنت فردوس او کورنۍ ته د زړه صبر غواړو.
روح يې ښاد او ياد يې تلپاته
په درنښت
عبدالله احسان
د لراوبر ادارې په استازيتوب