کور / سياسي / د جمهور ريس سفر پاکستان ته

د جمهور ريس سفر پاکستان ته

د جمهور رئیس سفرپاکستان ته!
د سعيدي صلاح الدين ليکنه

اول بايد د جهان د سياست قاموسونه له سره وليكئ او دا تصحیح کړئ چې سیاست کې منافع او مصالح اساس نه دي او بیا په دې ساده تېروتنې باور وکړئ چې عمران خان او د جې اچ کیو پېداوار به له تېرې نه متفاوت عمل وکړي!
تأریخ ثابته کړه او ثابته به کړي او د جناب داکتر اشرف غني اتمام حجت هم وښودله چې پاکستاني استابلشمنټ د افغانستان او افغان اولس او د سولې عملي دښمن وه، دښمن دی او دښمن به پاتې شي. دا ثابته شوې ده او بیا به هم ثابته شي!
هلته قطر کې د امریکې او طالب مذاکرات او دلته کابل کې د طالب حمله پر هغه مدد رسانه مرکز چې د امریکې ملکي مرستې افغانانو ته رسوي او حد اقل نه تنه انسانان شهیدوي ددې جنایت د ادامې یوه بله بېلګه او سند دی. دې کې هیڅ شک نه شته چې دا ټول له پاکستانه تنظيمیږي. هلته چې د طالب د مشرتابه کور، شفاخانه، د اولادو ښوونځی، د تیلفون او مواصلاتو ختیارات د پاکستان د استخباراتو له نظره تېریږي او په کنترول کې دي. دا به کوم ساده ومني چې پاکستاني استابلشمنت دې په داسې اقداماتو له مخه خبر نه وي او امریکه دې په دغه دوکې باور وکړي. دا جزیه اخیستل باید نه افغان لوري او نه امریکې ته د منلو وي.
هغه اقتصاد محوره پاکستان _ افانستان اړیکې چې نن عمران خان وایي عالم اسباب کې پېنځه کاله پخوا، زمونږ د امید یوه برخه تشکیلوله چې د سیمې په ګټه به وي، خو عمل کې پاکستان دا پېنځه کاله ددې امید ضد عمل وکړ.
د پاکستان د پارلمان او ‌‌‌‌‌‌نورو ډېرو با خبرو موثقو سرچینو لخوا دلته په لندن کې مونږ ته په ناسو کې وویل شول چې هغه د تېلو او ګازو سترې پروژې ( ټاپي او کاسا….) چې د سیمې څېره بدولای شي او له مېنځنې آسیا نه د افغانستان او پاکستان له لارې د اجرا په حال کې دي، پاکستان مراجعو داسې هڅې روانې کړي او اجراات کړي چې دا پروژې دایران او یا یواځې د افغانستان د پامیر له لارې تېرې شي. پاکستاني استابلشمنټ افغانستان او د سیمې سولې ته دښمنانه برنامې لرلې او لري.
نو د افغانستان د جمهور رئيس اوسنی سفر پاکستان ته که څه هم د امریکې تر فشارلاندې به وي د افغانستان، د سولې او کوم امیدوارۍ خبر نه ده او پاکستان به ورنه بیا یواځې د تبلیغاتو او نړۍ د تېروتنو یوه بله دوکې په توګه کار واخلي او د افغانستان او پاکستان تر مېنځ د درولو شوي پاکستان په خوښه سرحد د تأئيد د مهر او جزې اخیستو د ادامې کار واخلي. د افغانستان تاریخي دوست هیواد یهنې هند به هم پر افغانستان مشکوک کړي.
دا حالت او فتنې به افغانستان او حق ته د جفاوو سلسه وي. دا حالت به د هغې تاریخي خیانت پړه او ګناه د طالب د حرکت په اوږو نوره هم مضبوطه کړي چې د هغې په نتیجه، پایلې او فشار لاندې افغان کابل حکومت یې ورته مجبور او د امریکې تر فشار لاندې ساکتولو ته مجبور کړای دی.
وطنوال دې هم پرې لا نور هم خبر وي.
تاریخ سخت بې رحمه قاضي دی او دا کار به د جناب ‌‌‌‌‌‌ډاکتر اشرف غني له تأریخي تېروتنو کې دفکستان د فاتا د یوځای کولو برخه کې د سکوت نه بښونکې موضع او تاریخي مسوولیت برخه پاتې شي. مونږ په دغه برخه کې د فاتا د انضمام په خاطر پاکستان سره د افغانستان د جنګ اعلان په داسې شرایطو کې چې د پاکستان لاس کې د طالب سوټی دی سفارښت لهسره نه کوو، خو د افغانستان د حاکمیت د اعتراض او مخالفت اعلام هم اوس اوس کفایت کاوه چې دا کار د افغان کابل حکومت ونکړ. د افغانستان د سرحداتو د وزارت ضعیف اعلان دغه برخه کې کافی نه وه. دا د افغانستان د پارلمان، د افغانستان د خارجه چارو د وزارت او د جمهوري ریاست ګ‌‌‌‌‌‌ډ شدید اعتراض غوښتنه کوله چې ونه شوه. د شهید جنرال عبدالرازق وینه به ان شاء الله ضایع نه شي او تاریخ به داسې نامتوان په زرینو کرښو ثبت کړي.
خو د افغانستان د جمهور رئيس محمد اشرف غني سفر به پاکستان هم افغان اولس او د سیمې سولې ته کوم ښه خبر ونه لري او مونږ ددې سفر مخالفت کوو!
پای
دوکتور صلاح الدین سعیدی
١٠/٠٥/٢٠١٩