کور / راپور / خليلزاد: د طالبانو سره خبرو کي پرمختګ سوی، خو ګړندي او چټک پر مختګ ته اړتيا سته

خليلزاد: د طالبانو سره خبرو کي پرمختګ سوی، خو ګړندي او چټک پر مختګ ته اړتيا سته

په قطر کي د طالبانو سره د امريکايي پلاوي د شپږم پړاو خبري تېر ماځيګر پای ته ورسېدلې، چي ورسره سم طالبانو او امريکايي استازي زلمي خليلزاد د يو لړ پرمختګونو خبره وکړه.

خليلزاد په خپل تازه ټويټونو کي ويلي، چي په دوحه کي د شپږم دور مذاکرات سم خو ډېر کرار مخ ته روان وه.

نوموړي هيله وښودل چي بايد په دې پروسه کي چټکتيا رامنځ ته سي.

ښاغلي خلیلزاد د خبرو اترو په ترڅ کي موجوده ننګونو ته په اشارې سره وويل:

“موږ په قط‏ر کي خبرې سر ته ورسولی. موږ په افغانسان کي د جګړې د ختمولو لپاره د چوکاټ د ټاکلو پر وړاندې ورو خو سم پرمختګ کړی دی. اوس به موږ د عملې کولو لپاره پر مهمو ټکو کار کوو. اصل مشکل هم په دغه تفصیل کي دی.”

نوموړي په يو بل ټويټ کي ويلي،  چي د خبرو اوسنی بهير بشپړ نه دی او ددې لپاره بايد چټک کار وسي، ترڅو په افغانستان کي زياتېدونکې جګړه ودرول سي او د بېګناه افغانانو مرګژوبله بنده سي.

نوموړي وويل: ” جګړه زیاتېږي او بیګناه خلک وژل کیږي نو د خبرو اوسنی بهیر بشپړ نه دی. موږ ګړندي او چټک پرمختګ ته اړ یو. او زموږ اوس هم په هغه وړاندیز ولاړ یو چي ټولي خواوي دي په تشدد کي کمښت راولي.”

تېره ورځ طالبانو هم يوه اعلاميه خپره کړه چي ويلي ئې وو، د قطر د شپږم پړاو مذاکرات بشپړ سول او يو لړ پرمختګونه وسول.

طالبانو ويلي، چی د خبرو په ترڅ کي د تېر ځل د مذاکراتو پر ترتيب سوې مسوده بحثونه وسول.