کور / اقتصادي / د هند ګواښ پاکستان سخت وارخطا کړی دی

د هند ګواښ پاکستان سخت وارخطا کړی دی

پاکستان وروسته له هغه پر نړيوال بانک د منځګړېتوب ږغ وکړ، چي کله هند پاکستان ته ګواښ وکړ، چي که ترهګري بنده نه کړې نو اوبه درباندي بندوو.

تېره ورځ د هند د اوبو وزير نيتين ګنکاري يوې غونډي ته په وينا کي پاکستان ته ګواښ وکړ، چي که د ترهګرۍ جرړي ختمي نه کړئ نو زموږ د هيواد اوبه به درباندي بندي کړو.

د هند د انډيا ټايمز ورځپاڼي په حواله ښاغلي ګنکاري دا خبري د يوه ځايي کانديد په کمپاینغونډه کي وکړې.

نوموړي وويل: “د اوبو وزارت لا له  وړاندي په هغو سیندونو کي د اوبو د درولو لپاره کاري نقشه جوړه کړې ده، له کومو چي پاکستان ته اوبه بهېږي.”

د نوموړي په خبره، دغه اوبه به هند ددې لپاره مهار کړي، چي په کور دننه کي کروندګر ورڅخه ګټه پورته کړي او د هغوی د مځکو خړوبلو کي مرسته وکړي.

ښاغلي ګنکاري زیاته کړه، حکومت پلان لري چي په پنجاب، هریانا، اوترخند، اوترپرادېش او راجستان کي د اوبو شپږ بندونه جوړ کړي او له دې لارې به د اوبو ستونزه تر ډېره بریده حل سي.

“د هند او پاکستان ترمنځ په ۱۹۶۰ کال کي د سنده-طاس په نامه د اوبو تړون سوی دی، خو بنسټ ئې په سولیزه اړیکو باندې دی،  که د ترهګرۍ اوسنۍ مخ بدل نه سي نو هند به پرپاکستان باندې د خپلو اوبو د بندولو په برخه کي سختي پرېکړې ته ډېر صبر و نه کړي.”

ددغه ګواښ وروسته پاکستان سخت وارخطا سوی دی او ددغه موضوع لپاره ئې پر نړيوال بانک ږغ کړی دی، چي منځګړيتوب وکړي.

پاکستان په نړيواله کچه د ترهګرو ملاتړی هيواد دی او د نړۍ هره ترهګره ډله پکي ځای لري.

د تېري فبروري پر ۱۴ نېټه پاکستان ميشتي ترهګري ډلي جيش محمد په هندي کشمير کي د پوځ پر يو کاروان ځانمرګی بريد وکړ، چي تر ۴۰ زيات هندي سرتېري ئې ووژل.

ددغه بريد په غبرګون کي هندۍ الوتکو د پاکستان په دننه کي د جيش محمد ډلي پر مرکز بريد وکړ او په لسګونو ترهرګر ئې ووژل.

پاکستان اوس د نړيوالو له خوا د اقتصادي انزوا سره مخ دی او که هند اوبه ورباندي بندي کړي نو د پاکستان زراعت به د فلج حالت ته ورسېږي.