کور / راپور / پاکستان کي يوه سړي خپله مېرمن ژوندۍ تر خارو لاندي کړې ده

پاکستان کي يوه سړي خپله مېرمن ژوندۍ تر خارو لاندي کړې ده

د پاکستان د سند ايالت په سکر ښار کي يوه خاوند خپله مېرمن لومړی وهلې ټکولې او وروسته ئې ژوندۍ ښخه کړې ده.

د سکر ځايي پوليس وايي، چي دغه سړی کريم بخش نومېږي او اوس د پوليسو په توقيفځای کي دی.

کريم بخش ويلي، چي مېرمن ئې د ناروا جنسي اړيکو په تور وژلې ده.

دغه سړي خپل همسايه هم وژلی دی او ويلي ئې دي، چي وژل سوي همسايه دده د مېرمني سره جنسي اړيکي نيولي وې.

د وژل سوي ښځي مور او پلار پوليسو ته عريضه کړې وه، چي له څو ورځو راهيسي ئې لور لادرکه ده، پوليسو د هغې مېړه کريم بخش ونيوی او د پوښتنو ګروېږنو وروسته هغه ومنل چي هغه لومړی شکنجه کړې او وروسته ئې ژوندۍ ترخاورو لاندي کړې ده.

راپورونه وايي، چي وژل سوې ښځه ۱۷ کلنه وه.