کور / اقتصادي / امريکا د ايران لوري ته الوتک لېږدونکې بېړۍ لېږلې ده، ايران د سختو بنديزونو سره لاس وګرېوان دی

امريکا د ايران لوري ته الوتک لېږدونکې بېړۍ لېږلې ده، ايران د سختو بنديزونو سره لاس وګرېوان دی

په منځني ختيځ کي د امريکا سمندري ځواکونو قومندان جيم مالوي وايي، چي د ايران اوبوته څېرمه ئې د ابراهام لنکن په نوم الوتک لېږدونکې بېړۍ روانه کړې ده او کېدای سي د هرمز تنګي ته د ايران د ګواښونو پر وړاندي اقدامات وکړي.

نوموړي وويل، چي امريکايي استخاباراتو مالومات ترلاسه کړي، چي د په سيمه کي ايران د امريکا لپاره ګواښونه رامنځ ته کوي.

نوموړي زياته کړې، چي که اړتيا وليدل سي، نو د هرمز تنګي ته به الوتک وړونکې بېړۍ ولاړه سي، ترڅو د ايران د ګواښ مخه ونيسي.

دغه امريکايي قومندان وايي، که اړتيا وليدل سي د هرمز تنګي ته هم دا بېړۍ لېږو، موږ په منځني ختيځ کي د خپلي بېړۍ د لېږلو لپاره هر ډول خنډ له منځه وړو.

د ايران او امريکا ترمنځ اړيکي وروسته له هغه لا ترېنګلي سوې، چي کله د ايران ولسمشر حسن روحاني ګواښ وکړ، چي که امريکا د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون څخه همداسي وتلې پاتي سي، نو ايران به د يورانيمو غني کولو ته مخه کړي.

د دغه ګواښ په غبرګون کي د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ايران پر اوسپنه، المونيوم او نورو فلزي توکو بنديز ولګاوه.

ايران د اوسپني او نورو فلزي توکو څخه د ټول هيواد په کچه ۱۰ سلنه عائد ترلاسه کوي او د تيلو وروسته ئې دا دوهم ستر توليد دی چي ايران ته ئې ګټه وټه رسېږي.

له دې وړاندي امريکا پر ايران د تيلو د صادرولو بنديز لګولی وو او ويلي ئې وه، چي که هر هيواد دايران څخه تېل اخلي بايد د امريکا سره سوداګريزه راکړه ورکړه وشکوي.

ايران په ورته مهال کي د سختو اقتصادي بنديزونو سره لاس او ګرېوان دی.