کور / شعر / لېمه راڅخه ورک دي

لېمه راڅخه ورک دي


ځان غلط، فکر غلط کړم
خو ناڅاپه مي زړه کش سي
وهمَکي سم او چورتي سم
يو فشار غوندي احساس کړم
يو دروند بار غوندي احساس کړم
نه؛ بار نه دی فشار نه دی
بس يو څه راڅخه ورک دي
بيرته سم سم، بيا خراب سم
وام خواږه راڅخه ورک دي
سمه لاره را څه ورکه ده
او تله راڅخه ورک دي
کله دا هم نه پوهيږمه چي څه راڅخه ورک دي.
ته وا څه راڅخه ورک دي؟
يوه حوره راڅه ليري؟
يا سپوږمۍ راڅخه ورکه؟
يا مي سترګو کار پر ايښئ دی
لېمه راڅخه ورک دي
بيا پر ځان باندي شکمن سم
دا به زه نه يم دا څوک دی؟
رڼا ورځ راته تياره سي
لمر ولاړ وي تاريکه سي
زه مي لاس ټپرومه
غواړم ځان ته وګورمه
آئينه مي لټومه
نه آينه کي ځان ليدای سم
نه تياره رڼا کوای سم
ځان غلط فکر غلط کړم
خو ناڅاپه مي زړه کش سي
ځان ته وايم تياره نه ده
بس يو څه راڅخه ورک دي
او لېمه راڅخه ورک دي
عبدالله احسان
۲۵ اپريل ۲۰۱۹هالنډ