هند: په افغانستان کي جګړه د حل لاره نه ده، د افغان دولت په مشرۍ بايد خبري اتري وسي
Aziz Rahman Hazim
تېره ورځ د سولي د عالي شورا د دارالانشاء مشر محمد عمر داودزي د هند د ملي امنيت د مرستيال اجيت دوال سره وکتل.
په ياده ليدنه کي د افغانستان د سولي پر پروسه بحث وسو او په دغه پروسه کي د سيمو د هيوادونو د رول د اهميت په هکله بحثونه وسول.
عمرداودزي په ټينګار سره وويل، چي د سولي پروسه به د افغان دولت تر حاکميت لاندي مخ ته ځي او په دې برخه کی ئې د سيمي د هيوادونو مرسته اړينه وبلل.
د هند د ملي امنيت مرستيال اجيت دوال وويل، چی په افغانستان کي جګړه د حل لاره نه ده او دا معضله بايد د مخامخ خبرو له لاري چي مشري به ئې افغان دولت کوي حل سي.
عمر دادوزي پر داسي مهال هند ته سفر کړی دی، چي دوې اونۍ وړاندي په قطر کي د طالبانو او امريکايي چارواکو ترمنځ د شپږم پړاو خبري اتري پای ته ورسېدلې.