غزل

د لراوبر اداره | اگست 3rd, 2008


مينه كوم يار له غوغا سره مي نه لگي
خوښ مي د ي رويبار خو اغيار سره مي نه لگي
سپين روخسار او تور زلفان دي يار مي مدام زړه كي دي
د تورو ورځومنځ كي له شنه خال سره مي نه لگي
خوښ مي هغه يار دي چه تل زما په خوشه كار كوي
ياره نخري گره له آزار سره مي نه لگي
ماوي چه خوله راكړه مسافر يم له وطنه ځم
تا وي كبرجنه له تلوار سره مي نه لگي
عشر دخپل حسن دي پخپله خوښه را نكړ
خير كه شيدا يم خوله سوال سره مي نه لگي
سوځمي دعشق اوركي پتنگ په څير
وگوري عالمه له فرياد سره مي نه لگي
مادر سره يوځاي ياره خپله غيژكي ونيسه
قصر دجنت مي ياره بي له تانه نه لگي
خير دي كه خليل شولو رسوا ديار په مينه كي
دا خو يو دستور دي چه يو اور بي دوده نه لگي

Copyright Larawbar 2007-2024