کور / تازه خبرونه / چارواكي: جېب وهونكي پوليس ونيول سول

چارواكي: جېب وهونكي پوليس ونيول سول


د پاكستان د پنجاب ايالت د لاهور پوليس وايي د يوې تاڼې د څلورو پوليسو په ګډون يې اته كسه جېب وهونكي نيولي دي.
د چارواكو په وينا دغو كسانو د لاهور جناح روغتون ته نيژدې د بسونو په يوه تم ځاى كي مركز جوړ كړى و چي موټرونو ته به ختل او د سپرليو جېبونه به يې وهل، چي اوس تحقيقات ترې پيل سوي دي.
چارواكي وايي په نيول سوو پوليسو كي د شبير په نوم د سيمي د امنيتي تاڼې حوالدار هم شامل دئ چي له جېب وهونكو سره يې لار درلوده.