کور / تازه خبرونه / اسرائيل: نيژدې ده چي اېران اټومي طاقت سي

اسرائيل: نيژدې ده چي اېران اټومي طاقت سي


د اسرائيلو حكومت وايي اېران په خپل اټومي پروګرام كي له نړيوال فشار سره – سره بيا هم يو ډېر مهم پرمختګ كړى دئ.
د اسرائيلو مرستيال لومړي وزير شاول موفاز د امريكا تينك تانك ته وويل: اېران په ډېر سرعت سره د اټومي پروګرام پراختيا ته ور درومي.
هغه وويل په اټومي طاقت د اېران بدلېدل اسرائيلو ته ځانګړى خطر لري، چي په هيڅ صورت دوى ته د زغم وړ نه دئ.
د نوموړي په وينا تر ۲۰۰۹ كال پوري اېران د يورانيمو د پخولو او تر ۲۰۱۰ كال پوري به په اټومي پروګرام بدل سي.