کور / تازه خبرونه / جمهور رئيس كرزي د پاكستان له صدراعظم سره وكتل

جمهور رئيس كرزي د پاكستان له صدراعظم سره وكتل

د سارك سازمان په سر مشريزه غونډه كي چي نن دوهمه روانه ده، افغان جمهور رئيس حامد كرزي او د پاكستان صدراعظم سيد يوسف رضا ګيلاني په خپل منځي ملاقات كي د پاكستان او افغانستان ترمنځ د خبرو اترو پر دوام ټينګار وكړ.
تر ليدني وروسته يوسف رضا ګيلاني مطبوعاتو ته وويل چي له ښاغلي كرزي سره يې خبري ګټوري وې.
پاكستاني مطبوعاتو د پاكستان د خارجه وزير شامحمود قريشي له خولې خبر وركړ چي د ښاغلي كرزي او يوسف رضا ګيلاني ترمنځ ليدني يو ساعت دوام وكړ چي دواړو مشرانو پر ېكړه وكړه چي نور به پر يو او بل باندي تورونه نه لګوي او د اړيكو د ښه والي دپاره به همكاريو ته دوام وركوي.
د يادوني وړ ده چي د جنوبي آسيا هيوادونو څخه د جوړ سارك سازمان سرمشريزه غونډه د سريلانكا په پلازمېنه كولمبو كي له دوو ورځو راهيسي روانه ده، چي د ترهګرۍ خلاف جګړه يې د سر موضوع جوړوي.