د پنجابۍ لوبډلې ماتې د پنجاب سیاسي ماتې هم ده

Aziz Rahman Hazim | مې 27th, 2019


لوی افغانستان تحريک/ اونيز تحلیل

دا خو يو څرګند حقيقت دی، چې افغانان خارق العاده استعدادونه لري، په هره برخه کې د نوښتونه او ابتکارات لري، تر افغان جهاد وړاندې زموږ هيواد له غربي نړۍ سره د سیالۍ جوګه و، ماشوم پاکستان خو د چا تر پام هم نه ورتلل.

دا چې پر افغان خاوره د سرو لښکرو يرغل او په وړاندې يې افغان جهاد زموږ د سیالۍ  د کاروان پر کمين واوښت، پرمختګ او نوښتونه خو پرېږده، زرګونو هيوادوالو د ژوند په تمه د نړۍ يو سر بل سر وځغاستل، کابل د افغان ځوانانو په هديره بدل شو، پخوانی برم يې له لاسه ورکړ او د  پاکستان دفاع پروژه افغان جهاد وبلل شوه، بوره هم زه شوم او بدنامه هم زه وم، د مرګونو قلنګ د افغانانو پر غاړه و، ډېری افغان جهادي رهبرانو د خپل اقتدار لپاره د ای، ایس، ای طرحې عملي کړې.

 افغان رهبرانو د پنجاب د خوښۍ لپاره د هيواد زېربناوې ړنګې کړې، افغان ملي اردو له منځه ولاړه او افغان زړرو جنرالان د پنجاب خيرات ته اړ شول.

هر څه سرچپه شول، له هماغه ورځې چې زموږ پر خاوره د پاکستان د ګټو جګړه تپل شوې ده، له هماغه ورځې بیا تر ننه پورې زموږ په مقدسه خاوره کې د پنجاب طرحې يو په بل پسې عملې کېږي.

زموږ ارزښتونه قتل شول، زموږ منبرونه ويجاړ شول، زموږ روغتونونه په بمونو وران شول، زموږ اميدوارو مېرمنو باندې ماينونه وچاودېدل، حتی زموږ په کليو او بانډو کې به ډېری وخت د پنجابي ملايانو پر خوښه له پنجاب سره د روژې او اختر ورځ هم برابره وه.

دا چې موږ تېرې څلوېښت لسېزې افغان غميزې قرباني يوو، اوس مو هم منبرونه خوندي نه دي، اوس مو هم زموږ د پت او عزت ساتونکي د روژه ماتي پروخت د ترهګرو د بريد شومه کېږي، اوس مو هم عالم د اذان پرمهال پر شهادت رسېږي، اوس مو هم ښوونځي او روغتونونه د ورانکارو له لوري ويجاړيږي.

څه موده مخکې په کليو کې پر کرکيټ لوبه بنديز لګېدلی و، کله يې چې له وسله والو د ممانعت په اړه پوښتلي و، نو هغوی ورته ويلي و، چې د کرکيټ ويکيټ د الله ج له نوم سره مشابهت لري، نو ځکه دغه لوبه باندې بنديز لګول شوی دی، خو خلکو ته دا د لمر غوندې روښانه وه، چې  افغان کرکيټ لوبډله به يوه ورځ پنجاب ته سرخوږی جوړوي، نو ځکه خو  د پنجابي پر کتاب افغان خاوره کې کرکيټ حرام او د وسله والو په نفوذي ساحو کې پرې ټينګ بنديز ولګيد.

له تېرې يوې نيمې لسیزې چې افغانستان کې بیا د نسبي سولې زمينه برابره او اساسي قانون جوړ شو او تر يوه بريده د پنجاب تور لاس له افغانستان څخه لنډ شو، نو په نورو بدیلو لارو يې فکر  وکړ او د خپلو شومو پلانونو د عملي کولو لپاره يې ډول، ډول دسيسي جوړې کړې، زموږ ديني، اسلامي او افغاني ارزښتونه يې د وسله والو پر مټ له منځه يووړل، د پرونيو جهادي تنظیمونو په څېر نن هم ترهګرې ډلې په قطر کې له هغه چا سره په چنو بوختې دي، چې دوی يې په وړاندې جهاد اعلان کړی دی او نن  د وژل شویو افغانانو پر سر ترې د امتيازاتو غوښتنه کوي.

افغان ناروا جګړې باندې د ټولو افغانانو سر خلاص دی او دا ورته مالومه ده، چې غوا توره، شيدې يې سپينې دي، دلته هره جګړه د امتیازاتو لپاره شوې ده او بیا يې د همدې جګړې پر سر له بهرنيانو څخه امتیازات تر لاسه کړي دي.

خبرې رانه په بله خوا لاړې نه شي، تېرې لوبې ته راځم چې افغان کرکيټ ملي لوبډلې پنجابۍ لوبډلې ته شرموونکې ماتې ورکړې ده، کله به چې افغان کرکيټ لوبډله په نړيوالو ميدانونو کې ځلېدله، نو پنجاب به په ډېره بې شرمۍ سره ويل چې دا د انضمام الحق شاګردان دي، نو ځکه په نړيوالو ډګرونو کې ځليږي او ماتې نه مني، څو کلونه وړاندې انضمام الحق هم لاړ او د خپلې لوبډلې د روزنې ملا يې وتړله، خو دا چې افغانان د هر ابتکار او نوښت جوګه دي، يواځې جګړې ورته  د کور مخکې د بدبختۍ اوښ چو کړی دی، نو ځکه خو يې اتلولي ته د چا سترګې نه ور اوړي.

له افغان کرکيټ ملي لوبډلې د پنجاب وېره: اوس دا حقيقت لا روښانه کېږي، چې ولې وسله والو پر کرکيټ بنديز لګول؟ ولې يې ځوانان  او د کرکيټ مينه وال له کرکيټه منع کول؟

ددې پوښتنو ځواب افغان کرکيټ له بري وروسته وموندل شو، پنجابۍ لوبډلې چې تر دې پخوا يې له افغان اتلانو وېره درلوده او د هغوی پرمختګ يې د ځان زوال ګڼل، نو ځکه خو يې وسله والو ته د کرکيټ د بندېدو امر کړی و او وسله والو هم د خپل بادار امر منلی و، پرون افغان کرکيت ملي لوبډلې يواځې له پنجاب څخه د کرکيټ لوبه ونه ګټله، بلکې پنجاب ته يې يو داسې تاريخي سياسي شکست هم ورکړ، چې کلونه، کلونه به بیا پنجاب ددغه تاريخي شکست له کبله پر پښو ودرېدلی نه شي، ځکه چې افغان کرکيټ ملي لوبډلې د لروبر يو افغان تړون نور هم  پياوړی  کړ او دغه بريا د لروبر د يووالي لپاره تر ټولو لوړ او ښه پيغام و.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي علي وزير خو  پر پنجاب د تمسخر په توګه  په خپلو خبرو کې ويلي و،  دا لوبه ځکه افغان اتلانو وګټله، چې  د پښتون ژغورنې غورځنګ ور سره مرسته کړې ده.

 که  علي وزیر په عين حال کې پر پنجاب تمسخر هم وکړ، خو دا ښکاره  خبره ده، لروبر يو افغان دی، د وينې او مينې رشته لري،  زموږ وجود او تن يو دی، نو  ځکه  مو خپله لوبډله تر بريا ورسوله او پنجاب په خپل رنګ کې کوټ وخوړ.

پنجاب تل پښتون ژغورنې غورځنګ پر دې پړ ګڼي، چې ولې د لروبر د يووالي غږ پورته کوي؟ ولې له امو تر اباسینه يوه خاوره او جغرافيه ګڼي؟

خو د پرونۍ لوبې دا حقيقت څرګند کړ، چې لروبر افغان يو افغان دی، وياړونه يې مشترک کور يې يو، او وينه يې يوه ده، پنجاب ته ددغه لوبې له کبله يو لوی سرخوږی همدا و، چې افغان کرکيټ ملي لوبډلې د تشويق لپاره د ازاد افغانستان په پرتله د محکوم افغانستان زیات شمېر ځوانان او پېغلې ورغلې وې او د لوی افغان کرکيټ ملي لوبډلې د بريا لامل شول.

پنجاب به د پورته کېدو توان ونه لري، ځکه چې افغان وياړلی ملت نور د پنجاب او د پنجاب مداحانو په غوړو او مذهبي خبرو نه تېر وځي، خپلې ملې ګټې، ملي ارزښتونه، ملي اقتصاد او لوی افغانستان يې لومړيتوبونه دي.

پايله:

موږ اوس بیا د نړۍ د کاروان سره د سيالۍ مزل پیل کړی دی، که څه هم پرون په ازاد او محکوم افغانستان کې د جومات منبرونه د عالمانو په وينو ورنګېدل، زموږ په لوی کور کې لا هم د پنجابي ايسټبلشمنټ ظلمونه ادامه لري، لا اوس هم هديرو ته د جنازو بهير پڅ شوی نه دی، لا اوس هم د روژه ماتي پر وخت د وطن ساتونکي په شهادت رسول کېږي، لا اوس هم د افغان نیابتي جګړې د امتيازاتو پر سر د پنجاب او امريکا پټې معاملې روانې دي، خو ددې ټولو ستونزو با وجود موږ په نيم ژوانده وجود دښمن راڅملولی شو، ماتولی يې شو، پر موږ د ننګ او جنګ ډګر پاللی دی،  د هنر، پرمختګ ميدان کې هم له چا وروسته پاتې نه يوو.

پنجاب ورو، ورو د انزوا په لوري خپل قدمونه اخلي او د پلالې اور تر درمنده رسېدلی دی، څنګه چې پنجاب مخکې هغه تصور لا نه کول، چې بیا به افغان کرکيټ لوبډله پنجابۍ لوبډله ماتوي، خو نن  يې هغه لوبډله هم ماته شوه او بالاخره سبا به موږ د لوی افغانستان د حقيقت او واقعيت جوګه يوو، که څه هم نن يې پنجاب تصور نه کوي.

Copyright Larawbar 2007-2024