کور / #PTM / پر پي ټي ايم د ترهګر پوځ بريد د بېلابېلو ګوندونو له خوا غندل سوی دی

پر پي ټي ايم د ترهګر پوځ بريد د بېلابېلو ګوندونو له خوا غندل سوی دی

د پښتون ژغورني غورځنګ پر مشرانو او ملاتړو د پوځ لخوا بريد په پراخه کچه غندل سوی دی.

تېره ورځ شمالي وزيرستان ته پر لاره د پي ټي ايم بې وسلې کاروان باندي د پاکستان ترهګر پوځ بريد وکړ او د ډزو په پايله کي ئې درې تنه شهيدان او تر دېرشو زيات ژوبل کړل.

دغه پېښي ته په غبرګون کي د پښتنو سياستوالو په ګډون ګڼو نورو ګوندونو سختي اندېښنې ښودلي دي او ددې کارونو پايلي ئې خطرناکي ګڼلي دي.

د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو ويلي، چي دا ډېره اندېښمونکې ده، چي پر بې وسلې وګړو پوځ ډزي کوي.

نوموړي د پوځ دا وينا دروغ وبلل چي ګڼي د پي ټي ايم مشرانو پر پوځ ډزي وکړې.

بلاول بوټو وويل، چي دا څنګه کېدای سي چي د پارلمان يو استازی دي پر پوځ بريد وکړي.

نوموړي وويل، چی که د پي ټي ايم غوښتنو ته غوږ ونه نيول سي، نو په سيمه کي  به يو ستر ناورين رامنځ ته سي.

همدا راز د مسلم ليګ نواز ګوند يوه مخکښه مريم نواز اندېښنه ښودلې ده، چي پر بې وسلې خلګو  ډزي کول به کړکېچ نور هم ډېر کړي.

نوموړي وویل: ” د ریاست ټولو ادارو ته په کار ده چي له سیاسي او صحافتي ډلو سره ذمه دارانه کردار ادا کړي، کنه نو پاکستان ته به یو ځل بیا داسې زیان ورسیږي چي د تلافي کولو به نه وي.”

بل خوا د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشرانو پر ټولو پښتنو غږ کړی دی چي نن ماخوستن د تراویحو له لمانځه وروسته، “له بولانه بیا تر چتراله” په مظاهرو راووځي او د پوځ د پرونۍ کړني غندنه دې وکړي.

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ یو مخکښ غړي، سنیټر عثمان کاکړ تېره ورځ وويل: “دا نن حمله چي د فاټا پر ولس او د پي ټي اېم پر مشرانو او کارکنانو باندې سوې ده، موږ ئې په کلکه غندنه کوو. دا د هغې پالیسۍ تسلسل دی کومه پالیسي چي د اسټبلشمنټ لخوا ده، د پنجاب د مقتدرو طبقاتو لخوا ده، يواځي او يواځي د پښتون نسل کشي چي دوی روانه کړې ده، د هغې په نتیجه کي په فاټا، خیبرپښتونخوا او جنوبي پښتونخوا کي اویا زره پښتانه شهیدان سوي دي. دا د هماغې نسل کشۍ پالیسۍ لړۍ ده.”

د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان هم پرونۍ پېښه غندلې ده او دا ئې د يو بل ناورين د رامنځ ته کېدو لپاره خطرناک حالت بللی دی.

نوموړي پر خپله ټويټرپاڼه ويلي: “د جایزو حقونو دپاره رااوچت شوی آواز، حکمرانان وارخطا کړي دي، او په وارخطایۍ کي داسې فیصلې کوي چي له مخې یې ملک د ټوټه کېدو په طرف روان دی. په هیواد کي د پنجاب او پښتونخوا مظاهره چیانو ته بیل بیل قوانین موجود دي، په پنجاب کي مظاهره چیانو ته انعام ورکول کیږي، او پښتون مظاهره چیان په ګولیو وژل کیږي.”

د بلوچستان نشنل پارټۍ مشر اختر مينګل هم دا بريد غندلی دی او ويلي ئې دي:  “پر یو سوله ييز لاريون حمله کول، په هیڅ ډول د منلو وړ نه ده. د هغو کسانو د ویرولو دپاره چي په سوله ییزې طریقې مظاهرې کوي، باید تشدد ونه کارول سي.”

همدا راز د قومی وطن پارټۍ مشر افتاب احمد شيرپاو دا بريد غندلی دی.