کور / #PTM / منظور پښتين: که مجبور کړل سوو، جينوا ته ځو او نړيوالو ته خپل احتجاج کوو

منظور پښتين: که مجبور کړل سوو، جينوا ته ځو او نړيوالو ته خپل احتجاج کوو

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين وايي، چي که ډېر مجبور کړل سي نو نړۍ ته به لانګ مارچ وکړي او د خپل شکايت لپاره به جينوا ته ولاړ سي او هلته به د پښتنو سره د کېدونکي ظلم جاج به واخلي.

ښاغلي پښتين د تېري ورځي د پېښي په غبرګون کي چي پوځ پر بې وسلې اولسي وګړو ډزي وکړې په پېښور کي يوې احتجاجي ناستي ته په وينا کي وويل، چي پښتانه امن خوښونکي خلګ دی، که علي وزير او محسن داوړ ټوپکان را اخيستلای نو بيا پارلمان ته څنګه تلل.

ښاغلي پښتين وويل، چي د پرون د پېښي وروسته پوځ هلته هر ډول مخابراتي شبکې او انټرنيټ بند کړی دی، ددې لپاره چي پوځ خپل تبليغات وکړي هلته ئې پر انټرنيټ بنديز لګولی دی.

هغه وویل، د پاکستان میډیا تل ستا د غدار ثابتولو او د پوځ د دروغو پټولو دپاره اله ده.

 هغه وويل نن چي پوځي او اېف سي والا هم مري ستا د (پوځ) د پاليسۍ د لاسه مري داسي ورځ به نه وي چې د پښتونخوا نه به د ظلمونو پرضد غږ نه پورته کيږي.

پشتين وویل ټولو سياسي ګوندونو د وزیرستان په پېښه د غم څرګندونه وکړه او په ځانګړي ډول د پښتنو سياسي ګوندونه د وزيرستان په دې پېښه يو ځای دي او د پښتنو اتحاد به قايميږي، هغه په ځوانانو غږ وکړو چي ځانونه تيار ساتئ.

تېره ورځ د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښ مشران علي وزير او محسن داوړ نن شمالي وزيرستان ته پر لاره وه، چي د پوځ لخوا ورباندي ډزي وسوې او ګڼ کسان  ئې ژوبل کړل.

محسن داوړ وايي، چي هغه د علي وزير او ګڼو ملګرو ترڅنګ په کاروان کې روان وو،  کله د خړ کمر د پوځي چک پوسټ څخه  اوښتل ډزي  ورباندي وسوې چي  د ۲۵ څخه تر ۳۰ پوري ملګري  ئې ژوبل سوي دي.

نوموړی وايي، هغه په خپله پر لاس په ډز لګېدلی خو د هغه زخم معمولي دی، هغه وویل پوځيانو په چيک پوسته علي وزير نیولی دی.

بل خوا د پي ټي ايم يوې مخکښي ثنا اعجاز پر ټويټر پاڼه ليکلي دي، چي د پاکستاني رياست د ادارو لخوا ډزي رواني دي او د محسن داوړ په ګډون ګڼ کسان ژوبل سوي دي، علي وزير او ګل عالم د خپلو ملګرو سره پاکستاني پوځ نيولي دي.

محسن داوړ او علي وزير سره د وزيري جرګې د مشر ګل عالم وزير په کاروان کي خړ کمر علاقې ته احتجاجي ناستې ته روان وو.

د خړ کمر سيمي خلګو د وروستيو نا امنيو پر ضد احتجاجي ناسته پيل کړې وه او د پاکستاني رياست لخوا د روانو ظلمونو پرضد راپورته سوي دي.