کور / #PTM / فعالان: د پي ټي ايم پر غړو د ترهګر پوځ د بريد په هکله د پاکستانۍ مېډيا کردار شرمناک دی

فعالان: د پي ټي ايم پر غړو د ترهګر پوځ د بريد په هکله د پاکستانۍ مېډيا کردار شرمناک دی

تېره ورځ د پاکستان پوځ د پي ټي ايم پر بې وسلې خلګو ډزي وکړې او درې کسان ئې شهيدان او تر دېرشو پوري نور ئې ژوبل کړل.

شمالي وزيرستان ته پر لار د پي ټي ايم سوله ايز کاروان پر خړ کمر باندي د پاکستاني پوځ لخوا ودرول سو او ورباندي ډزي وسوې.

له ډزو وروسته پوځ د علي وزير په ګډون د شمالي وزيرستان د جرګې مشر  ګل عالم وزير نيولي دي.

له دې پېښي وروسته پوځ تور پوري کړ، چي د پي ټي ايم ملاتړو پر پوځيانو بريد وکړ او هغوی په ځوابي  ډزو کي د پي ټي ايم ملاتړو ته مرګژوبله واوښتل.

خو د پي ټي ايم د ملاتړو سره هيڅ ډول وسله نه وه.

د پوځ په ملاتړ د پاکستان ګڼو رسنيو همدا تور پوري کړ، چي  پر پوځ حمله سوې ده.

په پاکستان کي فعالانو پر رسنيو تور پوري کړی دی چي  د پوځ دريځ بيانوي.

فعالان وايي، چي رسنيو کټ مټ هعه دريځ نيولی کوم چي په ۱۹۷۱ کي د هند سره په جګړه کي د پاکستان پوځ نيولی وو.

په ۱۹۷۱ کال کي چي کله پاکستان د هند سره په جګړه کي مات سوی وو او ۷۰۰۰۰ پوځيان ئې هند ته تسليم سوي وه، په پاکستانۍ مېډيا کي د جګړې د بري خبري کېدلي.

د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان وايي، چي ميډيا ډېر منفي رول لوبوي، هغوی د تصوير بل لوری هيڅ خبرو ته نه پرېږډي.

خبريال  عمر چيمه ويلي، چي د نن ميډيا کوريج  د ۱۹۷۱ کال سره ډېر ورته دی.

د سويلي اسيا د خبريالانو د ټولني سکرټر امتياز عالم پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي دي:

پر ميډيا د سانسور خبره د شرم وړ ده، که پر موبايل او انټرنيټ بنديز ولګېږي، نو دا به څه مالومېږي، چي په وزيرستان کي څه روان دي.

بلي ټولنيزي فعالي ماروي سرمد ليکلي، دا چي ميډيا په څه ډول د بې وسلو او پر امنه خلګو پر وړاندي د پوځ لخوا بريد توجيه کوي، نو په راتلونکي کي به د پاکستان پر رسنيو څه ډول باور وسي.