کور / د ماشومانو نړۍ / د ماشومي مهسا قاتلين په دېرش کاله بند محکوم سول

د ماشومي مهسا قاتلين په دېرش کاله بند محکوم سول

تېره ورځ په کابل کي د يوې علني محکمې په ترڅ کي د مهسا قاتلينو ته د ۳۰ کلونو بند سزا واورول سوه.

دا ابتدائيه محکمه د مهسا د کورنۍ په شتون کي په علني ډول ترسره سوه.

د محکمې قاضي عبدالوارث عرفانپور حکم داسې واوراوه:”تاسو هر یو سجاد آغا د سید آغا زوی او روح الله د نورالله زوی د وړې ماشومي مهسا د تښتولو او بیا وژلو قضیې په تور هر یو په دیرش دیرش کاله تنفیذي حبس محکوم سوی”.

شپږ کلنه مهسا ماشومه دوې نيمي مياشتي وړاندي په کابل کي له خپله کوره وتښتول سوه او وروسته ووژل سوه، چي مړی ئې په تر يو پوله لاندي وموندل سو.

د مهسا پلار وايي، چي تښتونکو له ده څخه د دريو لکو امريکايي ډالرو غوښتنه کول.