د قلموال د سياسي پوښتنو کانکور – قلموال
لومړۍ پوښتنه: له کومو کسانو ډار په کار دى او له کومو نه دى په کار؟ د ډار درې کسان په کښي په نښه کړئ.
١- حاجي محمد محقق
٢- عبدالرشيد دوستم
٣- حضرت صبغت الله مجددي
٤- حامد کرزى
٥- محمد قسيم فهيم
٦- پيرسيد احمد ګيلاني
دويمه پوښتنه: کوم کارونه دلته ډېر عام دي؟
الف- رشوت
ب- فساد
ج- سړي تښتونه
د- ټول سم دي
درېيمه پوښتنه: رقص مرده (د مړي نڅا) ښودل د کوم تنظيم کار و؟ په څلورو ځوابونو کښي يو په نښه کړئ.
الف- اسلامي اتحاد
ب- اسلامي حزب
ج- اسلامي وحدت
د- هېڅ يو
څلورمه پوښتنه: کوم نظام د رنج او عذاب په نامه يادېده؟
الف- د استاد برهان الدين رباني
ب- د ډاکټر نجيب الله
ج- د ملا محمد عمر مجاهد
د- د ببرک کارمل
پنځمه پوښتنه: کوم نظام د شر اوفساد په نامه يادېده؟
الف- د ملا محمد عمر مجاهد
ب- د نورمحمد تره کي
ج- د سردار محمد داود خان
د- د استاد برهان الدين رباني
شپږمه پوښتنه: په لاندې نومونو کښي د کوم يو تخت سيار و؟
الف- حضرت سليمان(ع)
ب- سلطان محمود غزنوي
ج- استاد برهان الدين رباني
د- امير عبدالرحمن خان
اوومه پوښتنه: کوم اشخاص له ايران سره خواخوږي او پيوند نه لري؟
الف- کريم خليلي
ب- شيخ محمد اصف محسني
ج- حاجي محمد محقق
د- ټول غلط دي
اتمه پوښتنه: کابل ښار په اويايمو کلنو کښي چا ډېر اباد کړ؟
الف- اسلامي حزب او ملي اسلامي جنبش
ب- اسلامي جمعيت، نظار شورا او اسلامي اتحاد
ج- اسلامي وحدت
د- ټولو
نهمه پوښتنه: که حامد کرزى د ((جشن)) پر ورځ له منځه تللاى واى، نو کابل به په څومره وخت کښي لوټ شوى واى؟
الف- يو کال کې
ب- يوه مياشت کې
ج- يو ساعت کې
د- وروستى ځواب سم دى
لسمه پوښتنه: که طالبان بيا کامياب شي، نو د تنظيمونو مشران به چېرته ځي؟
الف- پاکستان ته
ب- ايران ته
ج- تاجکستان ته
د- له کوم ځايه چي راغلي او روابط ورسره لري هلته
يادښت: هر چا چي دغه لس پوښتنې ټولې پوره حل کړې د قلموال جريدې له خوا به په جايزه ونمانځل شي.