کور / سياسي / د قلموال د سياسي پوښتنو کانکور – قلموال

د قلموال د سياسي پوښتنو کانکور – قلموال

لومړۍ پوښتنه:  له کومو کسانو ډار په کار دى او له کومو نه دى په کار؟ د ډار درې کسان په کښي په نښه کړئ.
١- حاجي محمد محقق


٢- عبدالرشيد دوستم


٣- حضرت صبغت الله مجددي


٤- حامد کرزى


٥- محمد قسيم فهيم


٦- پيرسيد احمد ګيلاني


دويمه پوښتنه:  کوم کارونه دلته ډېر عام دي؟


الف- رشوت


ب- فساد


ج- سړي تښتونه


د- ټول سم دي


درېيمه پوښتنه:  رقص مرده (د مړي نڅا) ښودل د کوم تنظيم کار و؟ په څلورو ځوابونو کښي يو په نښه کړئ.


الف- اسلامي اتحاد


ب- اسلامي حزب


ج- اسلامي وحدت


د- هېڅ يو


څلورمه پوښتنه:  کوم نظام د رنج او عذاب په نامه يادېده؟


الف- د استاد برهان الدين رباني


ب- د ډاکټر نجيب الله


ج- د ملا محمد عمر مجاهد


د- د ببرک کارمل


پنځمه پوښتنه:  کوم نظام د شر اوفساد په نامه يادېده؟


الف- د ملا محمد عمر مجاهد


ب- د نورمحمد تره کي


ج- د سردار محمد داود خان


د- د استاد برهان الدين رباني


شپږمه پوښتنه:  په لاندې نومونو کښي د کوم يو تخت سيار و؟


الف- حضرت سليمان(ع)


ب- سلطان محمود غزنوي


ج- استاد برهان الدين رباني


د- امير عبدالرحمن خان


اوومه پوښتنه: کوم اشخاص له ايران سره خواخوږي او پيوند نه لري؟


الف- کريم خليلي


ب- شيخ محمد اصف محسني


ج- حاجي محمد محقق


د- ټول غلط دي


اتمه پوښتنه:  کابل ښار په اويايمو کلنو کښي چا ډېر اباد کړ؟


الف- اسلامي حزب او ملي اسلامي جنبش


ب- اسلامي جمعيت، نظار شورا او اسلامي اتحاد


ج- اسلامي وحدت


د- ټولو


نهمه پوښتنه:  که حامد کرزى د ((جشن)) پر ورځ له منځه تللاى واى، نو کابل به په څومره وخت کښي لوټ شوى واى؟


الف- يو کال کې


ب- يوه مياشت کې


ج- يو ساعت کې


د- وروستى ځواب سم دى


لسمه پوښتنه:  که طالبان بيا کامياب شي، نو د تنظيمونو مشران به چېرته ځي؟


الف- پاکستان ته


ب- ايران ته


ج- تاجکستان ته


د- له کوم ځايه چي راغلي او روابط ورسره لري هلته


يادښت: هر چا چي دغه لس پوښتنې ټولې پوره حل کړې د قلموال جريدې له خوا به په جايزه ونمانځل شي.