کور / خبرتیا او پيغامونه / جرمني : د افغانستان د خپلواکۍ د ۸۹مي کاليزي په وياړ جشن

جرمني : د افغانستان د خپلواکۍ د ۸۹مي کاليزي په وياړ جشن

موږ ســــوله غواړو، افغــــانســـــتان زمـــــوږ د ټولـو وروڼوقـــومونوګــډ کـوردی



ګـرانـو هیــواد والـو!  


داځل د جرمني په مونشن ښارکې موږ بایرن مېشتي افغانان له انګریزانوڅخه دګران افغانستان د خپلواکي اخیستنې ۸۹ مه کلیزه بې له سازو او ډولوڅخه د یولوی میټنګ او لاریون په سرته رسولو سره ځکه لمانځو چي، یوځل بیا زموږ خپلواکي تر پوښتنې لاندې، ولـــس موپه وینوکې لت پت پروت، په جنـــازو او ودونــــو مو ړنـدې بمبارۍ په پرلپسې او ډېرظالمانه ډول روانې، دخپل هوائي او ځمکني قلمرو واک مود نورو په لاس کېوتی دی له همدې وجې موږ په هیواد کې د تل پاتې ســولې د راتګ او د هیواد د ســــرنویشت د ټاکلو لپاره یوه نوښتي طـــرحه لرو چي، د (ناامنه ولایتونه دې غیرنظامي اعلان شي) ترسرلیک لاندې به یې نورې برخې په یاد شوي میټنګ کې تاسو ګرانو هیوادوالو ته بیان او په ډېر درناوي سره به ستاسو ګټوراوپوره کوونکي وړاندیزونه په لیکلي ډول سره راواخلو .


داچي ګران افغانستان زموږ اوتاسو ټولو وروڼو قومونو ګـډ کور دی نو راځئ چي، پکې لږېدلی اور په ګـډه مړکړو ځکه خوله تاسو ټولو پردېسـو وروڼو څخه هیله کووچي، په نوموړې ورځ څو شېبې خپل قېمتي وخت خپل مظلوم ولس او کړېدلي هیواد ګـــــران افغــانســــتان ته وقف او خامخـــــــا په لانــــــــدې پتـــــــــــه تشــــــــریف راوړئ .


نېټــــــه او وخت: 16-August-2008 د شـــنبې Samstagورځ  د ماسـپښین له ۳ دریو تر ۵ پینځـوبجـوپـورې پتــــــــــــه: د مونشن ښار په زړه کې Neuhauserstr.8 چي دمارین پلاتـڅ اوشتاخوس ترمینځ موقعیت لري .


یادونــه: د لرې پرتو سیموهیوادپال افغانان به په خپل راتګ سره موږ ته لا ډېره خوښي راوبښي  


ژوندی دې وي افغان ولـــــس، سرلوړی دې وي ګران افغانستان، ټینـګ اوتل دې وي ملي وحــدت


د جرمني په بایرن ایالت کې د مېشتو افغانانو لخوا