کور / کتاب / ځوان شاعر او هڅاند ژباړن محمود مرهون او دوه پوليسي ناولونه

ځوان شاعر او هڅاند ژباړن محمود مرهون او دوه پوليسي ناولونه

دوه پوليسي ناولونه (تور كالي لوچكان او د ويني رنګ) پر پښتو ژبه ولورول سول


تور كالي لوچكان د مشهور انګرېزي ليكوال ميكي اسپلين پوليسي ناول دئ، چي د نړۍ په ځينو نورو ژبو ترجمه سوى او اوس دا دئ  د كندهار د ځوان شاعر او هڅاند ژباړن ښاغلي محمود مرهون له خوا په پښتو ژبه هم وژباړل سو او د پښتو ژبي د ژباړي پر بهير يې يوه اضافه وكړه. دغه ناول يو پوليسي داستان دئ، چي په مجموع كي د عامو پښتنو لپاره ډېر جالب او په زړه پوري دئ او د نوموړي ناول پېښي ډېري هيجانوونكي دي.
دغه ناول په ۱۲۲ مخونو كي پر رنګه ټايټل د سنځر خپرندويه ټولني لخوا په كوټه ښار كي چاپ سوى دئ.


د ويني رنګ هم د پياوړي انګرېزي ليكوال ميكي اسپلين پوليسي ناول دئ چي دا هم په نورو دباندنيو ژبو ژباړل سوى او اوس ښاغلي زياركښ مترجم محمود مرهون په روانه پښتو ژباړلى، چي دا داستان هم يوه پوليسي كيسه په خپله لمنه كي را نغاړي او د پښتنو لوستونكو لپاره يې لوستنه له معلوماتو او خوند څخه ډكه ده.
دا ناول هم د سنځر خپروندويه ټولني لخوا په ۱۱۲ مخونو كي په كوټه ښار كي پر رنګه پښتۍ چاپ سوى دئ.

 

مرهون او رڼي ادبي هڅي يې

      د کندهار په لرغونې فرهنګي ورشو کي اوسمهال په ځوانو فرهنګي لېوالو څېرو کي ګران محمود مرهون د خپل ځراکت، جرئت او د ادب سره د ميني په برکت په خپله اخستې لاره کي ځان ښه ځلولی دئ، ځکه نو مرهون په فرهنګي ســړيو او کړيو کي د يوه مستعد ځوان په توګه د پاملرني وړ ګرځېدلي دئ.

      زه يې هم د څه وخت را په دي خوا د ښوونځيو په فـرهنګي چارو او هم د هغو دباندي په نورو پراخو او کوچنيو ادبي ناستو کي ښايسته برخي اخيستني له مخي ښه پېژنم .

      هغوی کله د ويندوی،کله د ممثل ، کله د شاعــر ، کله د ليکوال او کله هم د ژباړن په ډول د خلګو په وړاندي راڅـــــرګند سوی .په هره برخه کي د دوی قدم ايښودنه ماته بريالۍ ښکاري، د برياليتوب رمز يې زه د دوی دکورنۍ په ذهني روښانتيا کي او د دوی علاقه او لېوالتيا ګڼم، ما ته چي ګران مرهون د ډېرو بوختياوو د لرلو او هم پداسي حال کي چي څه رنځور ومه  د شعرونه د ژباړي يوه ټولګه د کتني له پاره راکړه، د دوی ګرانښت اړ ايستم، چي هغه په ډېر لنډ وخت کي تر پايه وګورم او د پښتو ژبي له پاره يې د ختيځوالو د ادبي بيلګو ترڅنګ د لوېديځوالو د شعري څرګندتياوو څخه د دوی د قلمي او ذهني وړتيا همدا لاس ته راغلې ثمره د ستايني وړ ګڼم.

      دا چي پښتو ژبي ته د هر چا او هري خوا د ارزښتونو مخه سي هغه به د پښتو د بډايني په پاره وياړلې هڅه او زيار ايستنه وي. د ښاغلي مرهون  زيار هم د منني وړ او ستر ګام  دئ پرته له دي چي د دوی لخوا د  عربي، ترکي، هندي، فارسي او انګريزي شعرونو د ژباړي له ښکلي مخه د ژوري کتنـي په موخه پلو ليري کړم، د لويه خدايه د دوی د دغي ميني د افق پراختيا او د دوی د ځوانو قدمونو پختيا او پياوړتيا غواړم.

      (دا چي دا ليکنه مي ډير مخکي کړې وه مګر داچي تراوسه مي ولي نه وه راوړاندي کړي يوازنى لامل يې زما بوختياوي وې مګر ډير د خوښۍ ځاى دى چي د مرهون له دې ليکني وروسته ٤ کتابه نور چاپ سوي دي)


په درناوي

عبدالمجيد بابي

باميزو کوڅه –کندهار

د زمري ١٢مه ١٣٨٦